اسرائیلو د امریکا په ملاتړ سره ډیر جنایتونه کړي دي
فارس خبري اژانس وايي د فلسطین اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د امریکا په ولسي جرګې کانګرس کښې له صهیونیسټ رژیم څخه د مالي ملاتړ د طرح تصویبیدا ته په غبرګون کښې وویل دغه اقدام د نړیوال قانون د خلاف ورزۍ او د بدمعاشۍ منطق پیاوړی کوي .
د امریکا ولسي جرګې کانګرس پرون په لسو (۱۰) کلونو کښې له صهیونیسټ رژیم څخه د مالي ملاتړ اته دیرش (۳۸) میلیارډه ډالره پلان تصویب کړ .
د فلسطین د حماس غورځنګ د نړیوالو اړیکو د دفتر غړي «باسم نعیم» نن د امریکا د کانګرس د دغه اقدام په غندلو سره وویل د واشنګټن فیصله یوازې د مالي ملاتړ پوښښ نه دی بلکې د فلسطین د ملت پرضد د اسرائیلو د بشر ضده جنایتونو په وړاندې په امریکا کښې د قانون جوړونې له لوړ ارګان څخه سیاسي پوښښ دی .
د حماس دغه غړي وویل امریکا په دغه کړچار سره ځان د فلسطین په ملت او د هغوې په حقوقو باندې تیري کښې نیغ په نیغه شریک کړی دی او دغه فیصله د سیمې او د نړۍ د ثبات په لړ کښې نه ده .
صهیونیسټ رژیم په تیرو کلونو کښې د سپینې ماڼۍ په ملاتړ سره په نیواکي ټاټوبو کښې پراخ جنایتونه کړي دي .