مقاومت د امریکا په مقابل کښې یو واحد چورلیز دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i91779-مقاومت_د_امریکا_په_مقابل_کښې_یو_واحد_چورلیز_دی
فارس خبري اژانس وايي د یمن انصار الله غورځنګ مقاومت د امریکا د رعب په وړاندې یو (۱)واحد چورلیز وباله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 27, 2020 09:29 Asia/Kabul
  • مقاومت د امریکا په مقابل کښې یو واحد چورلیز دی

فارس خبري اژانس وايي د یمن انصار الله غورځنګ مقاومت د امریکا د رعب په وړاندې یو (۱)واحد چورلیز وباله .

د یمن د انصار الله غورځنګ د سیاسي دفتر غړي محمد البخیتي نن په دې خبرې سره چې انصار الله د مقاومت یو(۱) غورځنګ دی وویل انصار  الله او ایران د امریکا او د اسرائیلو پرضد نامحدود جنګ کښې په یوه (۱) واحد چورلیز کښې ولاړ دي .

هغه د سوریې په فضا کښې د ایران د مسافروړونکي الوتکي لپاره د امریکا د جنګي الوتکو د  مزاحمت رامینځته کیدا ته په غبرګون کښې وویل د ایران د غیر پوځي الوتکې لپاره د امریکا د جنګي الوتکو د مزاحمت رامینځته کولو ته د انصار الله غورځنګ د ځواب ورکولو ماهیت په مناسب وخت کښې ټاکل کیږي او البته د انصار الله غورځنګ ځواب به د ایران د ځواب ځای ناستی نه وي .

البخیتي دغه راز د نړۍ د پتیالیو په څنګ او د امریکا له تیریو او سرکشیو سره په مقابل کښې د یمن د ملت په دریدا ټینګار وکړ .