په سوریه کې د امریکا د جاسوسانو نیول کېدا
Jul 30, 2020 07:04 Asia/Kabul
په سوریه کې دوه کسان چي د امریکایانو لباره جاسوسي کوله د دې هیواد د امنیتي ځواکونو له خوا ټینګ شو.
د سوریې رسمي خبري چېنل راپور ورکړ، د مغاویر الثوره د ټروریسټي ډلي دوه غړي چي د امریکایانو لپاره جاسوسي کوله د حمص په ولایت کې د القریتین په ښار کې د سوري ځواکونو له خوا ونیول شو.
دغو جاسوسانو اعتراف وکړ چي د امریکایې ځواکونو د التنف په فوځي اډه کې روزنه تر لاسه کړې او د امنیتي او اقتصادي ځایونو څخه د عکسبردارۍ په موخه القریتین ښار ته راغلي وه.
د سوریې فوځ له دې څخه مخکې هم څو ځلي د امریکا له خوا روزل شوي ټروریسټان چي تخریبي فعالیتونه تر سره کاوه، ټینګ کړي دي.
د خبر پای/.
ټیګونه