اسرائیلو نن سهار په غزې تړانګې برید وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i91959-اسرائیلو_نن_سهار_په_غزې_تړانګې_برید_وکړ
زمونږ خبریال وايي د صهیونیسټ رژیم جنګي الوتکو نن سهار د فلسطین په غزې تړانګې بمبارې وکړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 03, 2020 00:06 Asia/Kabul
  • اسرائیلو نن سهار په غزې تړانګې برید وکړ

زمونږ خبریال وايي د صهیونیسټ رژیم جنګي الوتکو نن سهار د فلسطین په غزې تړانګې بمبارې وکړې .

خبري سرچینو وویل د صهیونیسټ رژیم جنګي الوتکو نن سهار وختي د فلسطین د غزې تړانګې په جنوب کښې په یوشمیر سیمو بمبارې کړي دي چې تراوسه یې د مرګ ژوبلو او د رسیدلیو تاوانونو په هکله کوم جزیات نه دی خپاره شوي .

د صهیونیسټ رژیم پوځ ادعا وکړه چې دغه بمبارۍ له غزې تړانګې په نیواکي ټاټوبو باندې د څو راکټونو ویشتلو ته په غبرګون کښې شوي ده .

د صهیونیسټ رژیم جنګي الوتکو ، هیلي کوپټرونو ، بې پایلوټه الوتکو او توپونو په تیرو میاشتو کښې په ځلونو د غزې تړانګې په بیلابیلو سیمو حملې او بمبارې کړي دي .

د فلسطین په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژیم په  حملو کښې تراوسه په زرګونو بې کناه فلسطینیان شهیدان او ژوبل شوي دي .

د فلسطین غزې تړانګې له ۲۰۰۶ میلادي کال راهسې د اسرائیلو لخوا له ځمکې ، هوا او سمندر څخه کلابنده ده او د دغه سیمې خلک له ډیرو  مشکلاتو سره مخ دي .