اسرائیلو نن سهار په غزې تړانګې برید کړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i92147-اسرائیلو_نن_سهار_په_غزې_تړانګې_برید_کړی
ایرنا خبري اژانس وايي د فلسطین سرچینو نن سهار د غزې تړانګې په شمال باندې د صهیونیسټ رژیم د جنګي الوتکو د حملې خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 10, 2020 00:40 Asia/Kabul
  • اسرائیلو نن سهار په غزې تړانګې برید کړی

ایرنا خبري اژانس وايي د فلسطین سرچینو نن سهار د غزې تړانګې په شمال باندې د صهیونیسټ رژیم د جنګي الوتکو د حملې خبر ورکړ .

د صهیونیسټ رژيم جنګي الوتکو د فلسطین د غزې تړانګې په شمال کښې د جبالیا سیمې په ختیځ باندې برید کړی دی .

د صهیونیسټ رژيم د  پوځ د توپونو څانګې هم وویل د غزې تړانګې په شمال کښې د بیت حانون په ختیځ کښې یې په یوې (۱) سیمې بمبارې کړي دي .

د صهیونیسټ رژيم جنګي الوتکو ، هیلي کوپټرونو او توپونو په تیرو څو میاشتو کښې په ځلونو د فلسطین د غزې تړانګې په بیلابیلو سیمو حملې او بمبارې کړي دي.

په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژیم په حملو کښې تراوسه په زرګونو فلسطینیان شهیدان او ژوبل شوي دي .