امارات دفلسطین له خوا د خبرو کولو هیڅ حق نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i92270-امارات_دفلسطین_له_خوا_د_خبرو_کولو_هیڅ_حق_نه_لري
د فلسطین دکورواکه تشکیلاتو دمشر دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د اماراتو دخارجه وزارت سلاکار وزیر انور قرقاش په یولړ څرګندونو کې مدعي شوی ، له اسرائیلو سره ئې د اړیکو دعادي کولو دموافقې لاسلیک کیدا د دوو حکومتونو درامینځةکیدا دحل لارې د ژغورنې او دفلسطین او تل ابیب ترمینځ د خبرواترو دبیرته پیلیدا په خاطر د وخت اخستو په خاطر شوي او یو مناسب اقدام شمیرل کیږي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Aug 17, 2020 02:05 Asia/Kabul
  • امارات  دفلسطین  له خوا د خبرو کولو هیڅ حق نه لري

د فلسطین دکورواکه تشکیلاتو دمشر دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د اماراتو دخارجه وزارت سلاکار وزیر انور قرقاش په یولړ څرګندونو کې مدعي شوی ، له اسرائیلو سره ئې د اړیکو دعادي کولو دموافقې لاسلیک کیدا د دوو حکومتونو درامینځةکیدا دحل لارې د ژغورنې او دفلسطین او تل ابیب ترمینځ د خبرواترو دبیرته پیلیدا په خاطر د وخت اخستو په خاطر شوي او یو مناسب اقدام شمیرل کیږي .

زمونږ خبریال د یروشلم پوسټ   خپرونې له قوله راپور راکړ ، د فلسطین دکورواکه  تشکیلاتو  مشر محمود عباس  پرون  د فرانسې له ولسمشر آمانوئل ماکرون سره په ټيلیفوني تماس کې  ټینګار کړی ،متحده عربی امارات   یا بل کوم یو هیواد  د فلسطین د ملت له خوا د خبروکولو  حق نه لري .  محمود عباس ټينګار کړی ، د هر یوه عربي هیواد  له خوا ورته اقدام به یو شان دریځ   ولري .

 د  فلسطین دکورواکه تشکیلاتو دمشر  دا څرګندونې په داسې حال کې دي  چې  د  اماراتو دخارجه وزارت سلاکار  وزیر  انور قرقاش  په یولړ څرګندونو کې  مدعي شوی ،  له اسرائیلو سره ئې د اړیکو دعادي کولو  دموافقې لاسلیک کیدا د دوو حکومتونو درامینځةکیدا دحل لارې د   ژغورنې  او  دفلسطین او تل ابیب ترمینځ د  خبرواترو دبیرته پیلیدا په خاطر د وخت  اخستو په خاطر  شوي  او یو مناسب اقدام شمیرل کیږي .داپه داسې حال کې دي ، چې د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس  یوه مشر محمود الزهار  هم پرون  په غزې کې د زرګونو خلکو په ټول کې  وئیلی دي ، له اسرائيلو سره د اماراتو د اړیکو دعادي کولو  بې شرمه موافقه  د فلسطین د  آئيډیا حذفولو او د نیواکګر رژيم  له لیکو سره د یوځاي کیدا په معنا ده . هغه د عربانو له پارلیمانونو اونړیوالو  غوښتي دي ،  له اسرائیلو سره د اماراتو د  اړیکو  عادی کول دې په کلکه محکوم کړي . وئيل کیږی پاریدلومظاهره کونکو زرګونو  فلسطینیانو همداراز په دغو اعتراضیه مظاهرو کې  دډونالډټرمپ ، نتن یاهو او دمحمد بن زاید عسکونه هم  وسوزول .

 د اسرائیلو او متحده عربی اماراتو  ترمینځ موافقې د فلسطینیو خلکو اوډلو ، دسیمې د هیوادونو  او دنړۍ دزیاتره سیاسی  شخصیتونو د سختو اعتراضونو څپه راپورته  کړې ده  اوتقریبا درستو  د اماراتو دغه اقدام  د فلسطین له آئيډیاؤ سره  ستر خیانت بللی دی . همداراز په پاکستان کې  هم  د اسرائيلو او اماراتو ددغه کرغیړن اوسپیرۀ اقدام په خلاف سترې مظاهرې  او کرکه نندارې ته وړاندې شوي ده .

Image Caption

 

Image Caption
Image Caption
Image Caption
Image Caption