د لبنان اسلامي جماعت:
امارات د فلسطین په حق کې خیانت وکړ
Aug 19, 2020 07:21 Asia/Kabul
د لبنان د اسلامي جماعت د صهیونیستي رژیم سره د امارات موافقه د فلسطین د ولس په حق کې یو ستر خیانت بولي.
د فارس خبري اژانس په حواله، د لبنان اسلامي جماعت په یوه بیانیه کې اعلان وکړ چي د امارات موافقه د اسرائیلو سره د پېړۍ د ننګینې معاملې او د امریکا د شومو سیاستونو د پلې کېدو په لړ کې تر سره شوې ده.
د لبنان د اسلامي جماعت ګوند ټینګار وکړ چي ټول هیوادونه باید د اسرائیلو سره د اړیکو د رسمي کېدو په ضد ودریږي، په دې زمینه کې هیڅ بهانه د منلو نه ده.
د ټرامپ د هڅو په نتیجه کې امارات د صهیونیستي رژیم سره د اړیکو د رسمي کېدو لپاره موافقې ته ورسید.
د صهیونیستي رژیم سره د اماراتو د اړیکو رغېدا د ټولو اسلامي هیوادونو او اسلامي ګوندونو له غندنې سره مخ شو.