په تونس کې د امارات او د اسرائیلو په ضد مظاهرې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i92347-په_تونس_کې_د_امارات_او_د_اسرائیلو_په_ضد_مظاهرې
به تونس کې مظاهرچیانو د صهیونیستي رژیم بیرغ او د امارات د ولیعهد تصویرونو ته د اور په اچولو سره د دې هیواد څخه د امارات د سفیر د ایستلو غوښتنه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 19, 2020 12:53 Asia/Kabul
  • په تونس کې د امارات او د اسرائیلو په ضد مظاهرې

به تونس کې مظاهرچیانو د صهیونیستي رژیم بیرغ او د امارات د ولیعهد تصویرونو ته د اور په اچولو سره د دې هیواد څخه د امارات د سفیر د ایستلو غوښتنه وکړه.

دغو مظاهرچیانو شعارونه ورکول چي فلسطین د خرڅلاو لپاره نه دی، د ابوظبی ولیعهد قدس په ډالرو خرڅ کړ.

هغوی د خپل هیواد له چارواکو څخه وغوښتل چي صهیونیستي رژیم سره د اړیکو د عادي کېدو د لړۍ په مقابل  کې ودریږي.

د مقاومت د ملاتړي او د صهیونیستي رژیم سره د مبارزې د ټولنې مشر احمد الکحلاوي وویل: د صهیونیستي رزیم سره د اړیکو رغېدا یو خطرناک کار دی چي د فلسطین د هیلو د له مینځه تلو په معنی ده.

همدارنګه په ټونس کې د الجمهوري او النهضه سیاسي ډلو هم د ببانیو به خپرولو سره د امارات او د اسرائیلو تر مینځ د اړیکو د عادي کولو د موافقې غندنه کړې.