په سوریه کې د دوو امریکایې بې پیلوټو الوتکو غورځېدا
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i92348-په_سوریه_کې_د_دوو_امریکایې_بې_پیلوټو_الوتکو_غورځېدا
به سوریه کې ځینې سرچینې د دې هیواد په شمال کې د ادلب په ولایت کې د دوو امریکایی بې پیلوټو الوتکو د غورځېدو خبر ورکوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 19, 2020 13:01 Asia/Kabul
  • په سوریه کې د دوو امریکایې بې پیلوټو الوتکو غورځېدا

به سوریه کې ځینې سرچینې د دې هیواد په شمال کې د ادلب په ولایت کې د دوو امریکایی بې پیلوټو الوتکو د غورځېدو خبر ورکوي.

د فارس خیري اژانس په حواله، په سوریه کې د یادو بې پیلوټو الوتکو غورځېدا د امریکا د دفاعي چارواکو له خوا هم تائید شوې ده.

ویل کېږي چي په رالوېدلو الوتکو کې یو (ام کیو ۹) بې پیلوټه الوتکه ده چي د بمبار تر څنګ جاسوسي هم کولای شي.

د سوریې دولت د دې هیواد په خاوره کې د امریکایي ځواکونو شتون غیرقانوني ګڼي.