اسرائيلو بيا په غزې حمله وکړه
Aug 20, 2020 03:40 Asia/Kabul
صهيونېسټ رژيم نن سحر يو ځل بيا د غزې په تړانګه حمله وکړه.
د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې فلسطيني سرچينو وويل، د صهيونېسټ رژيم ټېنکونو د غزې د تړانګې د مرکز او جنوب په څو سيمو باندې حمله وکړه.
له دغې حملې وروسته په غزه کښې د څو سختو چاودنو غږونه واورېدل شول.
تر اوسه د دغې حملې د احتمالي سر او مال تاوانونو رپوټ نه دے خپور شوے.
د صهيونېسټ رژيم فوځ ادعا کړه چې دغه حمله د غزې له تړانګې څخه نيواکي زمکو ته د اور لګونکو بالنونو د لېږلو په ځواب کښې شوې ده.
د صهيونېسټ رژيم جنګي الوتکو، هيلي کاپټرونو، ډرون الوتکو، ټېکونو او توپونو په دې وروستيو مياشتو کښې د غزې د تړانګې په مختلفو سيمو حملې کړې دي.
ټیګونه