اسرائيلو بيا په غزې حمله وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i92359-اسرائيلو_بيا_په_غزې_حمله_وکړه
صهيونېسټ رژيم نن سحر يو ځل بيا د غزې په تړانګه حمله وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 20, 2020 03:40 Asia/Kabul
  • اسرائيلو بيا په غزې حمله وکړه

صهيونېسټ رژيم نن سحر يو ځل بيا د غزې په تړانګه حمله وکړه.

د فارس خبري  آژانس د رپوټ له مخې فلسطيني سرچينو وويل، د صهيونېسټ رژيم ټېنکونو د غزې د تړانګې د مرکز او جنوب په څو سيمو باندې حمله وکړه.

له دغې حملې وروسته  په غزه کښې د څو سختو چاودنو غږونه واورېدل شول.

تر اوسه د دغې حملې د احتمالي سر او مال تاوانونو رپوټ نه دے خپور شوے.

د صهيونېسټ رژيم فوځ ادعا کړه چې دغه حمله د غزې له تړانګې څخه نيواکي زمکو ته د اور لګونکو بالنونو د لېږلو په ځواب کښې شوې ده.

د صهيونېسټ رژيم جنګي الوتکو، هيلي کاپټرونو، ډرون الوتکو، ټېکونو او توپونو په دې وروستيو مياشتو کښې د غزې د تړانګې په مختلفو سيمو حملې کړې دي.