د یمن خلکو د متحده عربي اماراتو اقدام وغاند
زمونږ خبریال وايي د یمن د تعز ولایت خلکو پرون د اړیکو د عادي کولو لپاره د صهیونیسټ رژیم او د متحده عربي اماراتو د موافقې پرضد سترې مظاهرې وکړې .
د یمن خلکو په دغو مظاهرو کښې له اسرائیلو رژیم سره د متحده عربي اماراتو د سازباز موافقه په کلکه وغندله .
د یمن مظاهره چیانو په لاسونو کښې پلې کارډونه لیږدول چې ورباندې لیکل شوي وو د الاقصی جومات لپاره خپل ژوند اوینه ورکوو او فلسطین به د هر عرب په وجدان او ضمیر کښې ژوندی پاتې شي او د فلسطین په حق کښې سستۍ د عربي نړۍ او شرفت په حق کښې سستي ده .
د یمن مظاهره چیانو دغه راز د شعارونو په ورکولو سره د فلسطین له ملت سره خپل پیوستون اعلان کړ .
د یمن په جنوب کښې د تعز ولایت په شمول د دغه هیواد بیلابیلې سیمې په تیرو دوو (۲) اونیو کښې له صهیونیسټ رژیم سره د متحده عربي اماراتو د سازباز د موافقې پرضد د اعتراضونو کتونکي دي .
د ایران خارجه وزارت هم د متحده عربي اماراتو او د اسرائیلو د اړیکو د ټینګولو په غندلو سره وویل د فلسطین مظلوم خلک او د دنیا ټول پتیالي ملتونه به هیڅکله د اسرائیلو له جنایت پیشه او غاصب رژیم سره د اړیکو عادي کول او د دغه رژيم له جنایت سره ملګرتیا کول ونه بښيي .
په تیرو څو میاشتو کښې د سیمې د ځینو عربو رژيمونو په تیره بیا له اسرائیلو سره د سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو د اړیکو د عادي کولو بهیر زیات شوی دی .
له اسرائیلو سره د اړیکو د عادي کولو لپاره د عربو رژیمونو هڅه په داسې حال کښې ده چې صهیونیسټانو کلونه کلونه کیږي چې د فلسطین د خلکو په ځپلو سربیره ډیرې اسلامي ټاټوبي نیولي دي .