ترکیه د څښاک اوبه د جنګي وسلې په توګه کاروي
ایرنا خبري اژانس وايي په ملګروملتونو کښې د سوریې دائمي استازي بشار الجعفري د حسکه ولایت د خلکو د څښلو د اوبو په غوڅولو کښې د ترکیې اقدام د بشریت پرضد جنایت وباله .
بشار جعفري پرون د سوریې په هکله د ملګروملتونو د امنیت شورا د ویډیو کانفرنس له لارې غونډې کښې د حسکه ولایت د خلکو د څښلو د اوبو په غوڅولو کښې د ترکیې اقدام ته اشاره وکړه او ویې ویل د ترکیې پوځیان د څښاک له اوبو څخه د حسکه ولایت د وسیدونکو پرضد د جنګي وسلې په توګه استفاده کوي .
په ملګروملتونو کښې د سوریې استازي بشار جعفري د ترکیې د عسکرو دغه اقدام د خپل ټاټوبي له نیواک سره د سوریې د حسکه سیمې د خلکو مخالفت وباله .
له دې مخکې د سوریې خارجه وزارت هم د حسکه ولایت د خلکو د څښاک اوبو په غوڅولو کښې د ترکیې اقدام غندلی و .
ترکیې او د دغه هیواد تر ملاتړ لاندې ترهګرو ډلو له تیرو دوو (۲) اونیو راهسې د سوریې په شمال ختیځ کښې د حسکه ولایت د خلکو د څښاک اوبه بندې کړي دي .
ترکیه په سوریې کښې د ترهګرو ډلو یو(۱) اصلي ملاتړی هیواد دی .
ترکیې په تیرو څو میاشتو کښې په ځلونو د ترهګرو ډلو د ملاتړ لپاره د سوریې په بیخ بنایانو او د حکومتي عسکرو په مورچو بمبارې کړي دي .