ترکیه د څښاک اوبه د جنګي وسلې په توګه کاروي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i92535-ترکیه_د_څښاک_اوبه_د_جنګي_وسلې_په_توګه_کاروي
ایرنا خبري اژانس وايي په ملګروملتونو کښې د سوریې دائمي استازي بشار الجعفري د حسکه ولایت د خلکو د څښلو د اوبو په غوڅولو کښې د ترکیې اقدام د بشریت پرضد جنایت وباله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 29, 2020 01:02 Asia/Kabul
  • ترکیه د څښاک اوبه د جنګي وسلې په توګه کاروي

ایرنا خبري اژانس وايي په ملګروملتونو کښې د سوریې دائمي استازي بشار الجعفري د حسکه ولایت د خلکو د څښلو د اوبو په غوڅولو کښې د ترکیې اقدام د بشریت پرضد جنایت وباله .

بشار جعفري  پرون د سوریې په هکله د ملګروملتونو د امنیت شورا د ویډیو کانفرنس له لارې غونډې کښې د حسکه ولایت د خلکو د څښلو د اوبو په غوڅولو کښې د ترکیې اقدام ته اشاره وکړه او ویې ویل د ترکیې پوځیان د څښاک له اوبو څخه د حسکه ولایت د وسیدونکو پرضد د جنګي وسلې په توګه استفاده کوي .

په ملګروملتونو کښې د سوریې استازي بشار جعفري د ترکیې د عسکرو دغه اقدام د خپل ټاټوبي له نیواک سره د  سوریې د حسکه سیمې د خلکو مخالفت وباله .

له دې مخکې د سوریې خارجه وزارت هم د حسکه ولایت د خلکو د څښاک اوبو په غوڅولو کښې د ترکیې اقدام غندلی و .

ترکیې او د دغه هیواد تر ملاتړ لاندې ترهګرو ډلو له تیرو دوو (۲) اونیو راهسې د سوریې په شمال ختیځ کښې د حسکه ولایت د خلکو د څښاک اوبه بندې کړي دي .

ترکیه په سوریې کښې د ترهګرو ډلو یو(۱) اصلي ملاتړی هیواد دی .

ترکیې په تیرو څو میاشتو کښې په ځلونو د ترهګرو ډلو د ملاتړ لپاره د سوریې په بیخ  بنایانو او د حکومتي عسکرو په مورچو بمبارې کړي دي .