د عراق خلک د امریکا د پوځيانو وتل غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i92584-د_عراق_خلک_د_امریکا_د_پوځيانو_وتل_غواړي
فارس خبري اژانس وايي د عراق په پارلمان کښې د الفتح ائتلاف استازي فاضل جابر وویل د مقاومت د ځواکونو د حملو له ویرې په هیواد کښې د امریکا د عسکرو شمیر کم شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 31, 2020 08:00 Asia/Kabul
  • د عراق خلک د امریکا د پوځيانو وتل غواړي

فارس خبري اژانس وايي د عراق په پارلمان کښې د الفتح ائتلاف استازي فاضل جابر وویل د مقاومت د ځواکونو د حملو له ویرې په هیواد کښې د امریکا د عسکرو شمیر کم شوی دی .

هغه نن وویل له عراق څخه د امریکا د عسکرو د ایستلو لپاره د پارلمان د مصوبې اجرا کول ضروري دي  او د امریکا ترهګر عسکر باید له هیواد څخه ووځي ځکه چې پارلمان د واشنګټن د ترهګرو پوځیانو وتلو ته رایه ورکړي ده .

د عراق د الفتح ویاند احمد الاسدي هم وویل دغه ائتلاف په ځلونو ویلي دي چې په هیواد کښې د امریکا د عسکرو له پاتې کیدا سره مخالف دی .

د عراق د پارلمان استازیو د روان میلادي کال د جنورۍ د میاشتې په پینځمه (۵) نیټه له خپل هیواد څخه د امریکا د پوځیانو د وتلو پلان تصویب کړ .

د عراق خلکو د روان میلادي کال د جنورۍ د میاشتې په پینځویشتمه (۲۵) نیټه د امریکا پرضد میلیوني مظاهرې ترسره کړې او له خپل هیواد څخه د ترهګرو امریکايې عسکرو د ایستلو غوښتنه یې کړي وه .