ابوظهبۍ کښې د امریکا په رستوران کښې چاودنه شوي
ایرنا خبري اژانس وايي د متحده عربي اماراتو او د اسرائیلو ترمینځ له لومړي تجارتي الوت سره په یووخت د ابوظهبۍ نړیوال هوايي ډګر ته نږدې د امریکا په کی ایف سي ( KFC ) رستوران کښې چاودنه شوي ده .
د متحده عربي اماراتو سرچینو وویل د ابوظهبۍ په نړیوال هوايي ډګر ته نږدې د امریکا په کی ایف سي رستوران کښې د چاودنې له کبله یوشمیر کسان ژوبل شوي چې روغتون ته وړل شوي دي .
د متحده عربي اماراتو او د صهیونیسټ رژیم د اړیکو د عادي کولو په لړ کښې د امریکا او د صهیونیسټ رژیم یو(۱) ګډ پلاوی نن په یوه الوت کښې چې د تل اویو او د ابوظهبۍ ترمینځ لومړنی تجارتی الوت بلل شوی دی له تل ابیب څخه ابوظهبۍ ته ورسید .
متحده عربي اماراتو ته د اسرائیلو په تجارتي الوتکې کښې د امریکا د ولسمشر ټرمپ سلاکار او زوم جیراډ کوشنر ، د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین او د اسرائیلو د ملي امنیت سلاکار مئیر بن شیریټ او نور چارواکي شامل وو .
د سعودي عربستان ال سعود رژیم د لومړي ځل لپاره له خپلې فضا څخه د اسرائیلو د الوتکي د تیریدا اجازه ورکړه .