ابوظهبۍ کښې د امریکا په رستوران کښې چاودنه شوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i92591-ابوظهبۍ_کښې_د_امریکا_په_رستوران_کښې_چاودنه_شوي
ایرنا خبري اژانس وايي د متحده عربي اماراتو او د اسرائیلو ترمینځ له لومړي تجارتي الوت سره په یووخت د ابوظهبۍ نړیوال هوايي ډګر ته نږدې د امریکا په کی ایف سي ( KFC ) رستوران کښې چاودنه شوي ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 31, 2020 10:48 Asia/Kabul
  • ابوظهبۍ کښې د امریکا په رستوران کښې چاودنه شوي

ایرنا خبري اژانس وايي د متحده عربي اماراتو او د اسرائیلو ترمینځ له لومړي تجارتي الوت سره په یووخت د ابوظهبۍ نړیوال هوايي ډګر ته نږدې د امریکا په کی ایف سي ( KFC ) رستوران کښې چاودنه شوي ده .

د متحده عربي اماراتو سرچینو وویل د ابوظهبۍ په نړیوال هوايي ډګر ته نږدې د امریکا په کی ایف سي رستوران کښې د چاودنې له کبله یوشمیر کسان ژوبل شوي چې روغتون ته وړل شوي دي .

د متحده عربي اماراتو او د صهیونیسټ رژیم د اړیکو د عادي کولو په لړ کښې د امریکا او د صهیونیسټ رژیم  یو(۱) ګډ پلاوی نن په یوه الوت کښې چې د تل اویو او د ابوظهبۍ ترمینځ لومړنی تجارتی الوت بلل شوی دی له تل ابیب څخه ابوظهبۍ ته ورسید .

متحده عربي اماراتو ته د اسرائیلو په تجارتي الوتکې کښې د امریکا د ولسمشر ټرمپ سلاکار او زوم جیراډ کوشنر ، د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین او د اسرائیلو د  ملي امنیت سلاکار مئیر بن شیریټ او نور چارواکي شامل وو .

د سعودي عربستان ال سعود رژیم د لومړي ځل لپاره له خپلې فضا څخه د اسرائیلو د الوتکي د تیریدا اجازه ورکړه .