بیروت ته د فرانسي د ولسمشر دوهم سفر
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i92612-بیروت_ته_د_فرانسي_د_ولسمشر_دوهم_سفر
د بیروت تر ستري چاودنې وروسته د فرانسې ولسمشر د دوهم ځل لپاره لبنان ته سفر وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 01, 2020 08:04 Asia/Kabul
  • بیروت ته د فرانسي د ولسمشر دوهم سفر

د بیروت تر ستري چاودنې وروسته د فرانسې ولسمشر د دوهم ځل لپاره لبنان ته سفر وکړ.

د النهار په حواله د فرانسې ولسمشر امانویل ماکارون د لبنان د ولسمشر میشل عون سره په لیدنه کې وویل: غواړم په دې سفر کې د بیروت سره د بشردوستانه مرستو لړۍ له نژدې څخه وګوري.

هغه په بیروت کې د حکومت جوړونې د سلمي کلیزي نمانځنه او د لبنان د سیاسي حالاتو څخه د خبرېدا د دې سفر له نورو موخو څخه بللی دی.

د فرانسې ولسمشر همدارنګه د المستقبل د سیاسي جریان له او د لبنان مخکنی لومړی وزیر سعد حریري سره هم لیدنه وکړه او د وروستیو سیاسي بدلونو او د دواړو هیوادونو د اړیکو په اړه خبري اترې وکړې.

ماکارون به نن د بیروت له بندر څخه هم لیدنه وکړي.