په بغداد کې پر برتانوي امنیتي شرکت باندې توغندیز برید
Sep 03, 2020 13:03 Asia/Kabul
په عراق کې امنیتي سرچینې ویلي چي په بغداد کې پر یو امنیتي برتانوی شرکت باندې د کاتیوشا توغندی په مټ برید شوی.
د عراقي رسنیو په حواله، د بغداد په د القادسیې په سیمه کې برتانوی جي ۴ اس امنیتي شرکت د ناپېژاندو وسله والو له خوا تر برید لاندې راغی.
په دې توغندیز برید کې د یاد امنیتي شرکت ودانی ته سخت تاوان اوښتی دی.
د جی ۴ اس برتانوی امنیتي شرکت په بغداد کې د نړیوالي هوایي ډګر د امنیت د خوندي کولو مسولیت په غاړه لري.
ټیګونه