د امریکایي ځواکونو پر وتلو باندې د عراق د پارلمان ټینګار
د عراق د پارلمان یو شمېر استازې د دې هیواد د دولت څخه وغوښتل چي د امریکايي ځواکونو د وتلو په زمینه کې د پارلمان مصوبې ته غاړه کښېږدوي او امریکایان وباسي.
د العالم د خبري چېنل د راپور سره سم، د عراق په پارلمان کې د الصادقون د فراکسیون استازی محمد کریم د دې هیواد د دولت څخه وغوښتل چي د امریکا سره په مذاکراتو کې واشنګټن دې اړ کړي چي د عراق ملي حاکمیت ته درناوی وکړي او د دې هیواد له خاوري څخه خپل ځواکونه وباسي.
د عراق په پارلمان کې د الفتح د سیاسي ائتلاف استازی احمد الاسدي وویل: موږ په عراق کې د امریکایی ځواکونو د پاتي کېدو سره خپل د مخالفت په اړه د دې هیواد لومړي وزیر مصطفی الکاظمي ته اطلاع ورکړی دی.
د عراقیون د ائتلاف استازی حسن الجنابی هم ویلي وه چي د بغداد او واشنګټن تر مینځ خبري اتري نه شي کولای د عراق څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه د پارلمان د فیصلې د پلي کېدو مخه ونیسي.
د عراق لومړی وزیر مصطفی الکاظمی امریکا ته په خپل وروستی سفر کې ویلي وه چي امریکایې ځواکونه به د درو کلونو په موده کې د عراق څخه ووځي.