د عربو اتحادیه د خائنو هیوادونو لپاره اوزار دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i92831-د_عربو_اتحادیه_د_خائنو_هیوادونو_لپاره_اوزار_دی
فارس خبري اژانس وايي د فلسطین د ازادۍ لپاره د ولسي جبهې غورځنګ د عربو اتحادیه د خائنو او د ګوډاګیو هیوادونو لپاره یو(۱) اوزار وباله چې د دوې سیاستونه اجرا کوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 10, 2020 08:09 Asia/Kabul
  • د عربو اتحادیه د خائنو هیوادونو لپاره اوزار دی

فارس خبري اژانس وايي د فلسطین د ازادۍ لپاره د ولسي جبهې غورځنګ د عربو اتحادیه د خائنو او د ګوډاګیو هیوادونو لپاره یو(۱) اوزار وباله چې د دوې سیاستونه اجرا کوي .

د فلسطین د ازادۍ لپاره د ولسي جبهې غورځنګ نن په یوې (۱) خبر پاڼه کښې د عربو اتحادیې په غونډه کښې له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو د عادي کولو د اقدام د غندلو د پریکړه لیک د مسودې نه تصویبیدل وغندل او ویې ویل د متحده عربي اماراتو د  غندلو د پلان نه تصویبیدل یوځل بیا د عربو اتحادیې بې مسولیتۍ او پوچوالی وښود .

دغه غورځنګ وویل د عربو اتحادیې دریځ ، له متحده عربي اماراتو څخه د دغه اتحادیې ناوړه پلویتوب او د ابوظهبۍ او د نورو هیوادونو هڅول دي چې له اسرائیلو سره د اړیکو د عادي کولواو د دغه رژیم په رسمیت د پیژندلو په لور حرکت وکړي .

په دغه بیانیې کښې د فلسطین په ازادي غواړي موسسې او ټولو ملي فلسطیني ډلو غږشوی د عربو اتحادیې له دریځونو سره مقابله وکړي او داسې سیاستونه غوره کړي چې پراساس یې له صهیونیسټ رژیم سره موافقې لغو شي .

یوشمیر عربو هیوادونو د عربو اتحادیې په پرونۍ غونډې کښې د هغه پریکړه لیک مسوده چې فلسطین له صهیونیسټ رژیم سره د متحده عربي اماراتو د اړیکو د عادي کیدا پرضد وړاندي کړي وه ناکامه کړه .