د عراق عسکرو د ترهګرو پرضد عملیات پیل کړل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i92835-د_عراق_عسکرو_د_ترهګرو_پرضد_عملیات_پیل_کړل
العالم ټیلي ويژن راپور ورکړ په الانبار ولایت کښې د الحشدالشعبي ځواک قومندان له سوریې سره د عراق په سرحدونو کښې د دغه ځواک د امنیتي عملیاتو د پیلولو خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 10, 2020 09:49 Asia/Kabul
  • د عراق عسکرو د ترهګرو پرضد عملیات پیل کړل

العالم ټیلي ويژن راپور ورکړ په الانبار ولایت کښې د الحشدالشعبي ځواک قومندان له سوریې سره د عراق په سرحدونو کښې د دغه ځواک د امنیتي عملیاتو د پیلولو خبر ورکړ .

د عراق په الانبار ولایت کښې د الحشد الشعبي ځواک د عملیاتو قومندان قاسم مصلح نن وویل د هیواد د امنیتي ځواکونو د اطلاعاتو پراساس په الانبار دښتې کښې یوشمیر سیمې د داعش د پاتې شونو د شتون کتونکي دي .

هغه ټینګار وکړ الحشد الشعبي ځواکونو د عراق د امنیتي ځواکونو د اطلاعاتو پراساس په الانبار دښتې کښې له داعش ترهګرې ډلې سره د مقابلې او د هغوې  د شتون د ختمولو لپاره خپل پوځي او امنیتي عملیات پیل کړي دي .