د عراق عسکرو د ترهګرو پرضد عملیات پیل کړل
Sep 10, 2020 09:49 Asia/Kabul
العالم ټیلي ويژن راپور ورکړ په الانبار ولایت کښې د الحشدالشعبي ځواک قومندان له سوریې سره د عراق په سرحدونو کښې د دغه ځواک د امنیتي عملیاتو د پیلولو خبر ورکړ .
د عراق په الانبار ولایت کښې د الحشد الشعبي ځواک د عملیاتو قومندان قاسم مصلح نن وویل د هیواد د امنیتي ځواکونو د اطلاعاتو پراساس په الانبار دښتې کښې یوشمیر سیمې د داعش د پاتې شونو د شتون کتونکي دي .
هغه ټینګار وکړ الحشد الشعبي ځواکونو د عراق د امنیتي ځواکونو د اطلاعاتو پراساس په الانبار دښتې کښې له داعش ترهګرې ډلې سره د مقابلې او د هغوې د شتون د ختمولو لپاره خپل پوځي او امنیتي عملیات پیل کړي دي .
ټیګونه