په بیروت کښې بیا اور لګیدلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i92837-په_بیروت_کښې_بیا_اور_لګیدلی_دی
زمونږ خبریال وايي په بیروت بندر کښې بیا اور بل شوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 10, 2020 12:06 Asia/Kabul
  • په بیروت کښې بیا اور لګیدلی دی

زمونږ خبریال وايي په بیروت بندر کښې بیا اور بل شوی .

ویل کیږي چې نن د لبنان د پلازمینې بیروت په بندر کښې یو ستر اور لګیدلی او مرستندویه ځواکونه هڅه کوي چې دغه اور مړ کړي .

د لبنان د څلرویشتم(۲۴) ټيلي ويژ  اینټرنیټ پاڼې هم د دغه خبر په تائیدولو سره وویل تراوسه د دغه اور علت نه دی معلوم شوی .

ویل کیږي چې دغه اور د بیروت بندر په السوق الحره سیمه کښې بل شوی او اور  د غوړو او د ټایرونو په یوه ګودام کښې لګیدلی دی .

د لبنان پوځ وویل د اور د وژلو عملیات پیل شوي او پکښې عسکر ګډون لري .

په لبنان کښې د اګست د میاشتې په څلورمه (۴)نیټه هم په بیروت بندر کښې زوره وره چاودنه شوي او بیا ستر اور بل شوی وو چې له کبله یې ډیر مالي تاوانونه رسیدلي وو او له کبله یې یوسل نوي(۱۹۰) کسان وژل شوي او ۶۵۰۰ نور ژوبل شوي وو .