په بیروت کښې بیا اور لګیدلی دی
Sep 10, 2020 12:06 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي په بیروت بندر کښې بیا اور بل شوی .
ویل کیږي چې نن د لبنان د پلازمینې بیروت په بندر کښې یو ستر اور لګیدلی او مرستندویه ځواکونه هڅه کوي چې دغه اور مړ کړي .
د لبنان د څلرویشتم(۲۴) ټيلي ويژ اینټرنیټ پاڼې هم د دغه خبر په تائیدولو سره وویل تراوسه د دغه اور علت نه دی معلوم شوی .
ویل کیږي چې دغه اور د بیروت بندر په السوق الحره سیمه کښې بل شوی او اور د غوړو او د ټایرونو په یوه ګودام کښې لګیدلی دی .
د لبنان پوځ وویل د اور د وژلو عملیات پیل شوي او پکښې عسکر ګډون لري .
په لبنان کښې د اګست د میاشتې په څلورمه (۴)نیټه هم په بیروت بندر کښې زوره وره چاودنه شوي او بیا ستر اور بل شوی وو چې له کبله یې ډیر مالي تاوانونه رسیدلي وو او له کبله یې یوسل نوي(۱۹۰) کسان وژل شوي او ۶۵۰۰ نور ژوبل شوي وو .
ټیګونه