د سیمې خیانتکار واکوالان دصهیونیسټانوپه درستو جنایتونوکې شریک دي
هغه څه چې پيښ شوي ،یوازې له قدس شریف او دفلسطین له مظلوم ولس سره دځينو هیوادونو دواکوالانو د دښمنیو د کلونو کلونو بې شرمۍ او بې ننګۍ په کاغذ لیکل وو ،له درستو وختونو کې له صهیونیسټي دښمن سره د دوي اړیکې عادي او دوستانه دي او دا یوازې د بې ننګۍ داغ او ټکۍ ده ،چې په مُسکا سره د دوي په ټندې لګول شوی دی .
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ د ایران داسلامی شورا مشرمحمدباقر قالیباف له صهیونیسټي رژيم سره د اړیکو په عادي کولو کې د سیمې د ځينو عربو هیوادونو په اقدام په سختونیوکوسره ووئیل،دسیمې خیانتکار واکوالان له همدااوسه له تیر وخت څخه تر دې دمه د صهیونیسټانو په درستو جنایتونو کې شریک دي .
قالیباف نن د فلسطین له آئيډیا سره د سیمې د ځينو عربو واکوالانو د خیانت په غبرګون کې دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ،هغه څه چې په سیمې کې او په انتخاباتي او ټيلیویژني نمایشو کې رامینځةکیدونکي دي ، دنړۍ دخلکو لپاره په تیره بیا د اسلامی امت ،عربو ځوانانو او دفلسطین د مظلو ولس لپاره کومه نوي خبره نه ده ، دسیمې ډيری حکومتونه کلونه کیږي ، چې د صهیونیسټو ظالمانو په وینو ککړ لاسونه په ډيرې لیوالتیا سره څپوي او د فلسطین د مظلوم ولس په کړیدلو او رنځورو مخونو منګولې لګوي .
د ایران د اسلامی شورا مشر روښانه کړې ده ، هغه څه چې پيښ شوي ،یوازې له قدس شریف او دفلسطین له مظلوم ولس سره دځينو هیوادونو دواکوالانو د دښمنیو د کلونو کلونو بې شرمۍ او بې ننګۍ په کاغذ لیکل وو ،له درستو وختونو کې له صهیونیسټي دښمن سره د دوي اړیکې عادي او دوستانه دي او دا یوازې د بې ننګۍ داغ او ټکۍ ده ،چې په مُسکا سره د دوي په ټندې لګول شوی دی .