د ترکیې پوځ د عراق په شمال سیمو بریدونه کړي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i93167-د_ترکیې_پوځ_د_عراق_په_شمال_سیمو_بریدونه_کړي
ایرنا خبري اژانس وايي د عراق سرچینو بیګا د خپل هیواد په شمال باندې د ترکیې د توپونو د ډزو او د جنګي الوتکو د بریدونو خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 26, 2020 00:29 Asia/Kabul
  • د  ترکیې پوځ د عراق په شمال سیمو بریدونه کړي

ایرنا خبري اژانس وايي د عراق سرچینو بیګا د خپل هیواد په شمال باندې د ترکیې د توپونو د ډزو او د جنګي الوتکو د بریدونو خبر ورکړ .

د عراق په کردستان سیمه کښې یوې (۱) امنیتي سرچینې وویل د ترکیې جنګي الوتکو په شمال کښې  په څو سیمو بمبارې کړي دي .

په عین حال کښې شفق نیوز خبري سایټ راپور ورکړ د ترکیې توپونو د عراق په شمال کښې په «زاخو» سیمې ډزې کړي دي .

ترکیې په تیرو څو کلونو کښې د کردستان د کارګرانو ګوند پي کی کی د عناصرو د ځپلو په پلمه د عراق په خاورې په ځلونو تیري کړي دي .

د عراق حکومت او د نړۍ نورو هیوادونو د ترکیې دغو تیریو ته غبرګونونه ښودلي دي .

د عراق د ولسمشر دفتر هم څه موده مخکې په شمال باندې د ترکیې د تیریو په غندلو سره وویل د عراق په خاورې باندې د ترکیې د پوځ بیا بیا تیري د بغداد د واکمنۍ او د نړیوالو مقرراتو او د قوانینو خلاف ورزۍ ده  او د ګاونډي توب له اصولو سره توپیر لري .