د امریکا هدف په عراق کښې پاتې کیدل دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i93173-د_امریکا_هدف_په_عراق_کښې_پاتې_کیدل_دي
زمونږ خبریال وايي د عراق د پارلمان د دفاع او د امنیت د کمیسیون غړي کاطع الرکابي د امریکا د ګواښونو هدف د واشنګټن د عسکرو د ایستلو لپاره د بغداد د حکومت د اقداماتو مخه نیول او په دغه هیواد کښې د امریکا د عسکرو د ډیر وخت لپاره شتون درلودل وباله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 26, 2020 01:27 Asia/Kabul
  • د امریکا هدف په عراق کښې پاتې کیدل دي

زمونږ خبریال وايي د عراق د پارلمان د دفاع او د امنیت د کمیسیون غړي کاطع الرکابي د امریکا د ګواښونو هدف د واشنګټن د عسکرو د ایستلو لپاره د بغداد د حکومت د اقداماتو مخه نیول او په دغه هیواد کښې د امریکا د عسکرو د ډیر وخت لپاره شتون درلودل وباله .

امریکا په تیرو څو ورځو کښې د عراق حکومت ته ګواښ وکړ د بغداد په شنه سیمه(Green Zone) کښې د خپل سفارت پرضد د راکټي بریدونو د دوام په بڼه کښې په عراق کښې خپل سفارت بندوي او د دغه چارې لپاره یې الټي میټم هم وټاکه .

د عراق د پارلمان د دفاع او د امنیت د کمیسیون غړيۍ کاطع الرکابي پرون ټینګار وکړ امریکا نشي کولای د راکټي حملو د بندیدا لپاره د عراق په شان د خپلواکه واکمنۍ لرونکي هیواد لپاره الټي میټم وټاکي .

هغه وویل امریکا د دغو مسائیلو په پلمه نیت لري تر اوږدې مودې لپاره په عراق کښې پاتې شي .

د عراق اکثره خلک او سیاسي ګوندونه له خپل هیواد څخه د امریکا د ترهګرو عسکرو د وتلو غوښتونکي دي او پارلمان هم د دغو پوځيانو د وتلو لپاره یو(۱) پلان تصویب کړی دی .