فلسطين؛ له دويمې انتفاضې دوه لسيزې وروسته
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i93260-فلسطين_له_دويمې_انتفاضې_دوه_لسيزې_وروسته
د روان ميلادي کال د ستمبر اتويشتمه د الاقصي د انتفاضې نومې د فلسطين د دويمې انتفاضې له شلمې کليزې سره سمون خوړۀ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 29, 2020 13:45 Asia/Kabul
  • فلسطين؛ له دويمې انتفاضې دوه لسيزې وروسته

د روان ميلادي کال د ستمبر اتويشتمه د الاقصي د انتفاضې نومې د فلسطين د دويمې انتفاضې له شلمې کليزې سره سمون خوړۀ.

د ۲۰۰۰ کال د ستمبر په اتويشتمه په مسجدالاقصی باندې د صهيونېسټ رژيم د هغه وخت د دفاع وزير او ليکوډ ګوند مشر آريل شارون تېري د الاقصي د انتفاضې د شروع کېدو زمينه برابره کړه. په دغه انتفاضه کښې چې ترپينځو کلونو پورې يې دوام پېدا کړ، څلور زره څلور سوه دولس فلسطينيان شهيدان شول او تقريباً نهه څلوېښت زره تنه ژوبل شول. يو زر او سل تنه اسرائيليان هم په هلاکت اورسېدل او په سلګونو اسرائيليان هم ژوبل شول.

د الاقصی انتفاضه په داسې حالاتو کښې شروع شوه چې صهيونېسټ رژيم د لبنان له جنوبه د خپلو فوځيانو وېستلو ته مجبور شوے ؤ. په حقيقت کښې اسرائيلي رژيم د لبنان له مقاومت څخه د خپلې  ماتې د تلافۍ لپاره په مسجدالاقصی باندې تېرے او بيا د فلسطينيانو په خلاف جنګ په خپله اېجنډا کښې راوست.

پو بل ټکے دا چې الاقصی انتفاضه په داسې حالاتو کښې شروع شوه چې د فلسطين کورواکو تشکيلاتو صهيونېسټ رژيم په رسميت پېژندلے ؤ او د دواړو خواو ترمېنځ د صلحې خبرې اترې روانې وې.

د کورواکو تشکيلاتو او صهيونېسټ رژيم ترمېنځ د اوسلو موافقه په 1993 کښې لاسليک شوه چې د فلسطين د اسلامي جهاد د غورځنګ د سياسي دفتر غړي نافذ عزام له نظره ځينو دغه موافقه د فلسطين د مقاومت د ختمېدو په معنا بلله. خو د الاقصی د انتفاضې له مهمو اړخونو څخه يو د فلسطين د مقاومت د ډلو مضبوطېدل وو. په حقيقت کښې د الاقصي انفاضې له دې سره سره چې د سازباز د پالېسۍ په نتيجه والے يې ثابت کړ ، وې ښودله چې د مقاومت د فلسطين د خلقو په نزد منل شوې  پاليسي ده. په همدې لړ کښې د فلسطين د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د 2005 کال په پارلېماني انتخاباتو کښې کامياب او د فلسطين حکومت په جوړولو کښې بريالے شو.

د الاقصی له انتفاضې څخه د دوو لسيزو په تېرېدو سره د فلسطين حالت داسې دے چې د نوې انتفاضې شروع کېدو زمينه موجوده ده. القدس العربي ورځپاڼې په  دې اړه په خپل يو رپوټ کښې وليکل: صهيونېسټ رژيم صهيونېسټ مېشته ښارګي جوړونې او فلسطيني زمکو قبضه کولو ته هم هغه شان دوام ورکوي. د پېړۍ معامله نومې پلان چې د امريکې د حکومت لخوا يې د جنورۍ په اتويشتمه مخکتنه اوشوه هم د فلسطين په خلاف د جنايت دويمه ضلع تشکيلوي. د دغه جنايت دريمه ضلع هم له صهيونېسټ رژيم سره د تعلقاتو په ټينګولو کښې د ځينو عربو هېوادونو د چلند د بېلګې په قالب کښې ترسره کيږي. له دې نه علاوه د فلسطيني اسيرانو او پتيالانو د خاصې کمېټۍ د تحقيقاتي برخې مشر عبدالناصر فرزانه ويل چې د الاقصی له انتفاضې څخه تراوسه يو لک شل زره فلسطينيان په مختلفو بهانو  نيول شوي دي چې له هغوي څخه اتلس زره تنه ماشومان او دوه زره تنه هم مېرمنې دي.

د الاقصي له انتفاضې څخه د دوو لسيزو په تېرېدو سره د عربو سازشکارانو څېره له بل هر وخت نه زيات بې نقابه شوې ده. د امريکائي صلحې په پلانونو يې د بطلان کرښه راکښلې ده او په ډاګه شوې ده چې واشنګټن د  صلحې ملاتړے نه بلکه د صهيونېسټ رژيم ملاتړے دے. صهيونېسټ رژيم حتی په نيواکي زمکو کښې د دوو حکومتونو په پلان هم عقيده نه لري او په بنيادي توګه  په فلسطيني خاوره کښې د خپلواکه فلسطيني هېواد د تشکيلېدو قائل نه دے.

نړيوالې ادارې په خاصه توګه ملګري ملتونه په عملي توګه د صهيونېسټانو او د هغوي د ملاتو ترسلطې لاندې شتون لري او د صهيونېسټ رژيم د جنايتونو د بندولو لپاهر د هيڅ عملي اقدام د کولو وس نه لري.

او لنډه دا چې مقاومت د صهيونېسټ رژيم له جنايتونو سره د مقابلې لپاره د وروستۍ پالېسۍ په توګه منل شوې ده. په عين حال کښې که څه هم د ځينو عربو هېوادونو واکمنانو له صهيونېسټ رژيم سره د صلحې موافقه لاسليک کړه، خو دغه رژيم د نيواکي زمکو په دننه کښې له ګڼل شمېر مشکلاتو او خنډونو سره مخامخ دے چې په وروستيو پينځو مياشتو کښې د هفته وارو احتجاجي مظاهرو جوړېدل  د دغو مشکلاتو او خنډونو يوه څرګنده نښه ده.

-------------