مصطفی الکاظمي:
امريکې له عراقه خپل دوه نيم زره عسکر ووېستل
د عراق وزيراعظم له دغه هېواده د امريکې د دوه نيم زره فوځيانو د وېستل کېدو خبر ورکړ.
مصطفی الکاظمي بېګا له العراقيه چېنل سره په مرکهکښې له واشنګټن سره د بغداد په سټرايجکو خبرو اترو کښې د ترلاسه شويو موافقو له مخې امريکې تر اوسه له عراقه دوه نيم زره فوځيان وېستلي دي.
الکاظمي زياته کړه، له عراقه د امريکائي فوځيانو وتل به دوام ولري.
د عراق وزيراعظم د اګست په شلمه نېټه د يو پلاوي په مشرۍ له امريکائي چارواکو سره د سټراټيجکو خبر اترو لپاره واشنګټن ته لاړ.
د هغه څه مطابق چې د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ له الکاظمي سره د کتنې ترڅنګه اعلان وکړ، په دغو ناستو کښې موافقه اوشوه چې واشنګټن به د دريو کلونو په موده کښې له عراقه خپل ځواکونه وباسي.
دغه موافقه د عراق د چارواکو او استازيو له سختو نيوکو سره مخامخ شوه، ځکه چې د عراق زياتره خلق او ډلې له عراقه د امريکائي ترهه ګرو ځواکونو د زرتر زره وتلو غوښتونکي دي.
د عراق پارلېمان هم د روان ميلادي کال د جنورۍ په پينځه نېټه د دغو ځواکونو د وتلو په باره کښې يو بېل منظور کړے دے.