په عراق کښې د مظاهرو نوے پړاو، لوبغاړي او اهداف
عراق يو ځل بيا د ولسي مظاهرو ډګر دے چې له تاوتريخوالي سره مخامخ شوې او پکښې په لسګونو فوځي او غېر فوځي کسان ژوبل شول.
د عراق د دوو وروستيو ورځو مظاهرې د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر د ۲۵ د مظاهرو د کليزې په مناسبت سره وې چې بالاخره د دسمبر په وړومبۍ نېټه د دغه هېواد د وزيراعظم عادل عبدالمهدي په استعفاء تمامې شوې وې. خو د تېر کال له مظاهرو سره د وروستيو دوو ورځو په مظاهرو کښې څرګند فرقونه موجود دي.
د احتجاج کونکو شمېر د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر له مظاهرو سره د پرتلې وړ نه دے. په بغداد کښې د الجزيز چېنل د دفتر مدير وليد ابراهيم په دې اړه وليکل: په عراق کښې د ولسي احتجاجي غورځنګ د وړومبۍ کليزې په موقع نه د تېر ځل په شان التحرير سکوائر ؤ او نه د اکتوبر دغه احتجاجي غورځنګ د تېر کال په شان ؤ. هر څه بدل شوي دي.کسان او شعارونه ويلې شوو د کورونا له خپرېدو څخه د خلقو اندېښنه د دغې موضوع يودليل وي. له دې نه علاوه د اعتراضونو له تاثير کولو څخه د خلقو نااميدي هم د عراق په ځينو سيمو کښې په مظاهرو کښې د خلقو کمرنګه شتون لپاره يوه بله وجه ده.
په دې اړه د الحکمه ملي بهير د سياسي دفتر غړي بليغ ابوګلل وليکل: د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر د ۲۵ او روان ۲۰۲۰ کال د اکتوبر د ۲۵ ترمېنځ په يوې ساده پرتلې سره دې ته متوجه کيږوو چې د ځوانانو پرېکنده اکثريت د سږ کال په مظاهرو کښې ګډون نه ؤ کړے. هغوي له هغو کسانو څخه چې ورباندې يې اطمينان لرۀ نااميده شوي دي. نه قاتلان وپېژندل شول او نه فاسدان ونيول شول.
يو بل فرق د تاوتريخوالو اندازه ده. د تېر کال د اکتوبر په مظاهرو کښې د تاوتريخوالو اندزه ډېره زياته وه او له اوو زرو نه زيات کسان مړۀ او ژوبل شوي وو. دا په داسې حال کښې دي چې د دوو وروستيو ورځو په مظاهرو کښې په لسګونو فوځي او غېر فوځي کسان ژوبل شول او تر اوسه د احتجاج کونکو او او امنيتي ځواکونو د وژل کېدو په اړه څه رپوټ نه دے خپور شوے.
د عراق د وروستيو احتجاجونو د لوبغاړو په اړه هم پکار دے وويل شي چې په مظاهرو کښې ګډون کونکي ځينې کسان د تېر کال د مظاهرو په شان دي. ځينې لوبغاړي هغه خلق دي چې په خپل معيشتي حالت، د کورونا په خپرېدو او همدارنګ له فساد سره د جدي مبارزې لپاره په جوړښتي ناتوانۍ اعتراض لري.
ځينې نور لوبغاړي هغه کسان دي چې خپلې ګټې په عراق کښې د تاوتريخوالي په رامنځته کولو کښې ويني او په بنيادي توګه د دغه هېواد له اوسني سياسي نظام سره مشکل لري. د بعثيانو باقي پاتې کسان او پلويان او د ځينو انحرافي ډلو پلويان له دغو کسانو څخه دي. په همدې لړ کښې د وسله والو ځواکونو عمومي قوماندان جنرل يحيی رسول د وروستيو مظاهرو په باره کښې وويل: داسې يو کس مو نيولے دے چې په امنيتي ځواکونو باندې د حملې لپاره له ځان سره د مولوتوف ډبې راړوے ؤ.»
هغه فرق چې د تېر کال له مظاهرو سره د وروستيو مظاهرو د لوبغاړو په باره کښې موجود دے دا دے چې د حکومت په خلاف پلان شويو ډلو په دې وروستيو مظاهرو کښې شتون نه دے لرلے. د تېر کال په اکتوبر کښې داسې ډلو په مظاهرو کښې شتون لرۀ چې د بهرنيو قوتونو ملاتړ ورته حاصل وو او مقصد د عبدالمهدي د حکومت نسکورول وو، خو د وروستيو ورځو په مظاهرو کښې دغو ډلو شتون نه لرۀ، ځکه چې د بهرنيو قوتونو هدف هم د عراق د اقتدار په سر کښې د مصطفی الکاظمي ساتنه ده.
له دې امله د وروستيو ورځو په احتجاجونو کښې د احتجاج کونکو د غوښتنې محور د حکومت څنګته کول نه وو.
داسې ښکاري چې ځينې کورنۍ ډلې چې تېر کال يې له مظاهرو او حتی له تاوتريخوالو ملاتړ کوۀ او د عبدالمهدي د څنګته کېدو او د هغه د حکومت د نسکورېدو په لټه کښې وو، اوس د راتلونکي کال د پالېماني انتخاباتو په فکر کښې دي او مظاهرې او تاوتريخوالي له خپلو ګټو سره سمون خوړونکي نه بولي.
-------