د امریکا عسکر باید زر له عراق څخه ووځي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i94202-د_امریکا_عسکر_باید_زر_له_عراق_څخه_ووځي
زمونږ خبریال وايي د عراق د پارلمان د دفاع او د امنیت کمیسیون غړي کاطع الرکابي ټینګار وکړ فرق نه کوي چې څوک د امریکا ولسمشر جوړیږي خو له عراق څخه د امریکا د پوځیانو د وتلو مصوبه باید اجرايي شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 15, 2020 06:54 Asia/Kabul
  • د امریکا عسکر باید زر له عراق څخه ووځي

زمونږ خبریال وايي د عراق د پارلمان د دفاع او د امنیت کمیسیون غړي کاطع الرکابي ټینګار وکړ فرق نه کوي چې څوک د امریکا ولسمشر جوړیږي خو له عراق څخه د امریکا د پوځیانو د وتلو مصوبه باید اجرايي شي .

هغه وویل که ډونالډ ټرمپ د امریکا ولسمشر وي او که جو بایډن له عراق څخه د امریکا د عسکرو د وتلو مصوبه لغو کیدونکي نه ده ځکه چې هغه  د پارلمان لخوا تصویب شوي ده او اجرا ته ضرورت لري .

د عراق د پارلمان د دفاع او د امنیت د کمیسیون غړي کاطع الرکابي له خپل هیواد څخه د امریکا د عسکرو شړل د عراق د خلکو اراده او غوښتنه وبلله او زیاته یې کړه د بغداد حکومت باید له هیواد څخه د واشنګټن د پوځیانو د ایستلو د مهال ویش د ټاکلو لپاره اقدام وکړي .

د امریکا نیواکګر عسکر له تیرو څو کلونو راهسې د عراق په بیلابیلو سیمو کښې دیره دي .

د عراق خلکو په ځلونو په هیواد کښې د امریکا د نیواکګرو عسکرو له شتون سره مخالفت اعلان کړی دی او پارلمان هم مخکې د یوې (۱) مصوبې په خپرولو سره د خارجي عسکرو د وتلو پرضرورت ټینګار کړی دی .