سعودي عربستان کښې په مالي کړکیچ د محمد بن سلمان اعتراف :-
د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان اعتراف وکړ دغه هیواد له اقتصادي ځوړتیا سره مخامخ دی .
سعودي عربستان ترټولو شتمن عرب هیواد دی خو په تیرو کلونو کښې د دغه هیواد اقتصاد مخ په ځوړنده بهیر کچ کړی دی .
د پیسو د نړیوال صندوق ايي ایم ایف (IMF) د اعلان پراساس د روان میلادي کال جون میاشتې ته په پاتې دریو (۳) میاشتو کښې د سعودي عربستان د داخلي ناخالص تولید وده منفي اوو (۷) فیصدو ته ورسیدله چې دا له نولس سوه پینځه اتیایم (۱۹۸۵) میلادي کال راپدیخوا په عربستان کښې ثبت شوي ترټولو کمه فصلي وده ده .
په سعودي عربستان کښې د بیکارۍ اندازه هم څوارلس (۱۴)اعشاریه پینځه(۵) فیصده زیاته شوي ده او په روان میلادي کال کښې د دغه هیواد د بودجې خساره هم دولس (۱۲) فیصده اټکل شوي ده .
په روان میلادي کال کښې د سعودي عربستان د تیلو د اټکل شویو عایدو کابو شپیته (۶۰) فیصده محقق کیږي .
د دغه موضوع په هکله چې د عربو ترټولو شتمن هیواد ولې په دنیا کښې د تیلو د صادراتو له لوړې اندازې سره سره له مالي کړکیچ سره مخامخ شوی دی بیلابیل علتونه شته .
په دې هکله تر ټولو مهم دلیل د ال سعود رژیم جنګ غواړي کړچارونه دي .
سعودي عربستان له ۲۰۱۵ میلادي کال راهسې د یمن پرضد جنګ پیل کړی او اوس د دغه بې هدفه جنګ اته شپیته (۶۸) میاشتې تیریږي .
د یمن جنګ د سعودي عربستان لپاره په میلیارډونو ډالره لګښت او د تیلو د دغه بډایه هیواد د اقتصاد لپاره زیات تاوانونه لرلي دي .
په سیمه کښې د بې ثباتۍ د رامینځته کولو کړچارونه هم د سعودي عربستان د مالي کړکیچ بل عامل دی .
سعودي عربستان په تیرو څو کلونو کښې له ایران اسلامي جمهوریت ، قطر او ترکیې سره جدي تاوتریخوالي پیل کړي دي .
سیمه ییز ثبات او سوله ییزې خارجي اړیکې د هر هیواد د اقتصادي ودې یو(۱) مهم شرط دی خو سعودي عربستان په تیرو کلونو کښې دغه فاکټور له لاسه ورکړی دی .
په همدې لړ کښې د سعودي عربستان باچا سلمان په تیرې پنجشنبې ورځ د کابینې په غونډې کښې یوځل بیا ایران د سیمې د هیوادونو په کورنیو چارو کښې په لاسوهنې او له ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړ او په نړیوالې ټولنې یې غږ وکړ چې د تهران په مقابل کښې پریکنده دریځ غوره کړي .
دغه څرګندونې چې په تیرو کلونو کښې د سعودي عربستان چارواکو په ځلونو تکرار کړي دي د خارجي هیوادونو په تیره بیا د امریکا د ګټه د پورته کولو او له ایران څخه د هیوادونو د ویرولو په پوښښ کښې په عربو هیوادونو باندې د زیاتو وسلو د خرڅولو سبب شوي دي .
د زیاتو وسلو اخیستل هم له مالي کړکیچ سره د سعودي عربستان د مخامخ کیدا یوبل دلیل ګڼل کیږي .
کورونا ویروس هم له مالي کړکیچ سره د سعودي عربستان په مخامخ کیدا کښې یوبل مهم عامل دی .
سعودي عربستان له کورونا ویروس په مقابلې کښې هم ناکامه دی او تراوسه د دغه هیواد کابو درې لکه درې پنځوس زره (۳۵۳۰۰۰) ښاریز په دغه ناروغۍ ککړ شوي او کابو شپږ زره (۶۰۰۰) کسان ترې مړه شوي هم دي .
کورونا ناروغۍ چې د زیاتو محدودیتونو د رامینځته کیدا سبب شوي ده په سعودي عربستان کښې د بیکارۍ په زیاتولو کښې هم اغیزشیندونکي ده .
په عین حال کښې کورونا ناروغۍ له نړۍ ګرځیدنې یعني ټوریزم څخه د سعودي عربستان د عایداتو د ډیر کمیدا سبب شوي ده کوم چې د سعودي عربستان د غیر تیلي عایداتو تر ټولو مهمه سرچینه ګڼل کیږي .
د تیلو یعني د پیټرولو د بیو ډیر کمیدا هم د سعودي عربستان په اقتصاد زیات اغیز اچولی دی .
د پیټرولو د بیلو د کمیدا یو (۱) علت د ایران اقتصاد ته د ګوزار د ورکولو لپاره د تیلو د بیو د ټیټ ساتلو لپاره له امریکا سره په غږملتیا کښې د سعودي عربستان سیاست دی خو د سعودي عربستان اقتصاد حتی د ایران له اقتصاد څخه زیات تاواني شوی دی ځکه چې ایران د امریکا د بایکاټونو په دلیل چندانې د تیلو د خرڅولو امکان نلري .
د تیلو د بیو کمیدا د سعودي عربستان د مالي کړکیچ یو (۱) اصلي علت بللی شو په دې ډول چې ولیعهد محمد بن سلمان وویل عربستان د روان میلادي کال لپاره د حکومت عاید اته سوه درې دیرش (۸۳۸) میلیارډه ریاله اټکلی کړی و چې پینځه سوه دیارلس (۵۱۳) میلیارډه ریاله د تیلو له عاید څخه وو خو اوس یوازې څلور سوه لس (۴۱۰) میلیارډه ریاله تامینیږي .
د سعودي عربستان مالي کړکیچ د دغه هیواد د خلکو لپاره زیاتې پایلې لرلي دي .
په داسې حال کښې چې په روان میلادي کال کښې د سعودي عربستان د تیلو له عایداتو څلور سوه لس (۴۱۰) میلیارډه ریال تامینيږي او د حکومت د کارکونکو د معاشونو او تنخواګانو لپاره د مالي سرچینو د تامینولو لپاره پینځه سوه څلور (۵۰۴) میلیارډه ریالو ته ضرورت شته .
په همدې اساس د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان وویل که چیرې ریاض ونه توانیږي غیر تیلي عایدات زیات کړي نو مجبوره به وي چې په هیواد کښې د عمومي برخې معاشونه یعني د حکومت د کارکونکو تنخواګانې څه د پاسه دیرش (۳۰) فیصده کمې کړي .
دا په داسې حال کښې دي چې د سعودي عربستان حکومت په جولاۍ میاشت کښې د غیر تیلي عایداتو د ملاتړ لپاره ارزش افزوده مالیات یعني ویلیو ایډیډ ټیکسونه (Value Added Taxes) پینځلس (۱۵) فیصده زیات کړل چې له دې لارې د داخلي تقاضې اندازه کنټرول کړي .
ویلی شو د سعودي عربستان د عمومي برخې د معاشونو کمول او د خلکو د اقتصادي مشکلاتو زیاتیدل د خلکو د خپګان د زیاتیدا او د روا والي له کړکیچ سره د ال سعود رژیم د مخامخ کولو زمینه برابروي .