امریکا د محمد بن سلمان د څنګ ته کولو پلان لري
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i94270-امریکا_د_محمد_بن_سلمان_د_څنګ_ته_کولو_پلان_لري
د یمني د« شپږویشتم سپتمبر» په نوم یوه (۱)خبري سایټ د امریکا د منتخب ولسمشر جوبایډن د حکومت په پړاو کښې د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان د څنګ ته کولو لپاره د واشنګټن د پلان خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 18, 2020 04:49 Asia/Kabul
  • امریکا د محمد بن سلمان د څنګ ته کولو پلان لري

د یمني د« شپږویشتم سپتمبر» په نوم یوه (۱)خبري سایټ د امریکا د منتخب ولسمشر جوبایډن د حکومت په پړاو کښې د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان د څنګ ته کولو لپاره د واشنګټن د پلان خبر ورکړ .

دغه خبري سایټ وویل په یمن باندې د تیري او یا د خبریال جمال خاشقچي په شان د سعودي عربستان د دوسیو په باره کښې د امریکا د نوي حکومت دریځ به د عربستان له رژيم څخه د امتیاز د اخیستلو په چوکاټ  خو د ډیموکراټ ګوند  په روده وي .

د یمن د سپتمبر د میاشتې د شپږویشتمې (۲۶) نیټې په نوم خبري سایټ د امریکا د نوي ولسمشر جوبایډن دریځ له  سعودي عربستان څخه د ملاتړ دوام وباله او زیاته یې کړه د امریکا حکومت به د یمن او د جمال خاشقچي د دوسیو په هواري کښې د خپلې څیرې د ښه ښودلو لپاره د بشري حقوقو او د ډیموکراټ ګوند د شعارونو پراساس عمل وکړي او د محمد بن سلمان د خلاف ورزیو په هکله موجودو سندونو ته په پام سره به هغه له واک څخه څنګ ته کیدا ته مجبوره کړي او د هغه ورور خالد بن سلمان به یې ځای ناستی  کړي  .

د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن د ولسمشرۍ له انتخاباتو مخکې ویلي وو که چیرې زه ولسمشر شم نو له سعودي عربستان سره په اړیکو کښې به بیا کتنه وکړم او د یمن له جنګ څخه څخه د واشنګټن ملاتړ به پاې ته ورسوم .