عربستان،پټ ایټمی فعالیتونه او د ایران په ضد ئې ادعاګانې
کارپيژاندګمان کوي،دغه فعالیتونه او تاسیسات د (سعودیانو)د نه اعلان شوو سایټونو یوه ټولګه کیدلی شي .په دوي کې ځیني تاسیسات احتمالا د زیّړکیک برابرونکي تاسیسات دي چې د سعودي عربستان په شمال لویدیځ کې په : العلا : لیرې پراتې سیمې کې واقع دي .
د آل سعود رژيم چارواکي د امریکا او صهیونیسټي رژ يم له موخو سره غږمله د چټي تورونو او ادعاګانو په مطرح کولو سرههڅه کوي،د ایران سوله ایز ایټمي پروګرام دلویدیځي آسیا سیمې لپاره یو ګواښ وبریښوي .
ددغې پلمه ګرځونکي ادعا په دوام کې د سعودي عربستان په خارجه چازو کې مرستیال وزیرعادل الجبیر په یوې مرکې کې وئيلی دي،که دایران ایټمي پروګرام ونه دریږي،نو عربستان به هم دا حق ولري څو ځان په ایټمي وسلو سنبال کړي .
په ویاناکې په دیره نړیوالو اورګانونو کې د اسلامی ایران سفیر او دایمي استازي کاظم غریب آبادي د سه شنبې په شپه ددغو څرګندونو په غبرګون کې په ټولنیز پيغام کې لیکلی دي،که ریاضد ایټمي انرژۍ له نړیوال آژانس سره د ملګرتیا د نه کولو دتوجیه لپاره په کومې پلمې یا په ایټمي وسلو پسې وي، نو باید له خپلې خوا شهامت وښئ او لګښت ئې ورکړ .
غریب آبادي عادل الجبیر ته په خطاب کې روښانه کړې ده،پر نورو تپنه او د ویرې اوحشت خورول ،د خلکو غولونکي دوې کلاسیکې او د معمول رودې دي ،خپل غلط او تیروتي کارونه د نورو پر غاړه مه وراچوئ :::.
ددغې موضو ع د پټو اړخونو په تحلیل کې یو مهم ټکی،د نادودو ایټمي فعالیتونو په زمینې کې د رواوالي لپاره د یوه پوښښ په توګه دایران د سوله ایز ایټمي پروګرام په باب له چټي او تکراري ادعاګانو څخه د سعودي عرب د چارواکو آوزاري استفاده ده .
په بله معنا! سعودیان د ایټمي وسلو په لور د حرکت لپاره په زمینه جوړونې پسې دي،چې مطلب او معنا ئې په سیمې کې له امنیتی ګواښونو نوي اړخونه بریښول دي .
د ایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس د ایټمی فعالیتونو او وسلو د پلټونکو پخوانی مشر او مرستیال او د هارورډ پوهنتون استاد اولي هایّنن په دې باب وائي؛سعودي عربستان واقعا ایټمي شفافیّت نه دی ښودلی،د مثال په توګه! دغه هیواد د آژانس الحاقي پروټوکول تردې دمه نه دی لاسلیک کړی،مونږهمداراز د ریاض له خوا د ایټمي ریئکټرونو د شمیر له ټاکلو پرته چې باید جوړشي،د ایټمی انرژۍ روښانه او واضح پروګرامونه،نه دي لیدلي . دوي همداراز پخپلو پروګرامونو کې د څيړنیزو ریئکټرونو د جوړولو لپاره هیڅ اقدام نه دی ترسره کړی . .
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په تیر اګست میاشت کې د ریاض په شاوخوا کې په یوې سیمې کې د سولر انرژۍ یا دشمسي هیندارو د پلیټونو د تولید له تاسیساتو سره نزدې د امریکا د پټو ایټمی فعالیتونو په باب په یوه راپور کې لیکلی دي،کارپيژاندګمان کوي،دغه فعالیتونه او تاسیسات د (سعودیانو)د نه اعلان شوو سایټونو یوه ټولګه کیدلی شي .په دوي کې ځیني تاسیسات احتمالا د زیّړکیک برابرونکي تاسیسات دي چې د سعودي عربستان په شمال لویدیځ کې په : العلا : لیرې پراتې سیمې کې واقع دي .
د وه کاله مخکې د سعودي عرستان ولی عهد محمد بن سلمان،په ملک عبدالعزیزښار کې ،د یوه ایټمي ریّئکټر پشمول د اوو پروژو د افتتاح کولو په اعلان سره د عربستان د ایټمی کیدا پروژې مخ کتنه وکړه . دا په داسې حال کې وو،چې هغه له سی بي ایس ټيلیویژني چینل سره په یوې مرکې کې مدعی شوی چې هیواد ئې د ایټم بم په ترلاسه کولو پسې نه دی،خو که ایران دغه شان کار وکړي ،نو دوي به هم پکې هیڅ ځنډ ونه کړي .
دعربستان ایټمي پرورګرام په د اسې حال کې په خاموش انداز سره پر مخ ځي ، چې د ایټمی انرژۍ د نړیوال آژانس د وخت مشر یوکیا آمانو په دغه نړیوال اورګان د خپل پړاؤ او دخپل عمر په وروستیو کې وئيلی وو ،سعودي عربستان باید د ریاض د بشپړونکي ریئکټر لپاره د ایټمي سونګو له واردولو مخکې،د آژانس د پلټنو او نورو سیف ګارډز له پروګرام سره موافقه وکړي .
اوس پوښتنه داده چې څه پيښه شوي چې دسعودي چارواکي ئې اندیښمن کړی دی او دوي ئې د ایران د ایټمي فعالیتونو په باب پر نورو دتپونکو خبرو تکرارولو ته اړ باسلي دي . د ایران په ضد د تپونکو خبرو او دروغو د تکراریدا علت ، باید په سیمې او نړۍ کې د امریکائي باؤؤ دړې وړې کیدا ته په پام سره د سعودیانو په لالهاندۍ او د دوي له سیاسی راتلونکي څخه په رامینځة شوو اندیښنو کې ولټول شي .