د اسرائیلو لومړی وزیر سعودي عربستان ته تللی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i94382-د_اسرائیلو_لومړی_وزیر_سعودي_عربستان_ته_تللی
زمونږ خبریال وايي صهیونیسټي سرچینو په سعودي عربستان کښې د امریکا د خارجه وزیر مایک پمپئو له شتون سره په یووخت ریاض ته د صهیونیسټ رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د جاسوسۍ ادارې موساد د ځینو چارواکو د پټ سفر خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 23, 2020 14:26 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو لومړی وزیر سعودي عربستان ته تللی

زمونږ خبریال وايي صهیونیسټي سرچینو په سعودي عربستان کښې د امریکا د خارجه وزیر مایک پمپئو له شتون سره په یووخت ریاض ته د صهیونیسټ رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د جاسوسۍ ادارې موساد د ځینو چارواکو د پټ سفر خبر ورکړ .

د صهیونیسټ رژیم هاارتص (Haaretz) ورځپاڼې نن راپور ورکړ د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ریاض ته په سفر کښې د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان او د امریکا له خارجه وزیر مایک پمپئو سره کتنې کړي دي .

هاارتس ورځپاڼې زیاته کړه په دغه پټ سفر کښې د صهیونیسټ رژیم د جاسوسۍ ادارې موساد مشر یوسي کوهین له لومړي وزیر نتانیاهو سره یوځای و او  له محمد بن سلمان او مایک پمپئو سره په کتنې کښې چې د سعودي عربستان په تبوک ولایت کښې په نئوم ښار کښې ترسره شو شتون درلود .

داسې ښکاري دغه کتنه د سیمې د ځینو عربو رژیمونو او د صهیونیسټ رژیم ترمینځ د اړیکو د عادي کولو د دوام لپاره د امریکا د ولسمشر ټرمپ د هڅې په لړ کښې شوي وي .