امریکا او ترکیه د سوریې د ترهګرو ملاتړ کوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i94435-امریکا_او_ترکیه_د_سوریې_د_ترهګرو_ملاتړ_کوي
ایرنا خبري اژانس وايي د سوریې د خارجه وزیر مرستیال بشار جعفري وویل امریکا او ترکیه هماغه راز د سوریې د شتمنیو د چورتالان کولو او د ملت پرضد د جنایتونو د ترسره کولو لپاره د ترهګرو او بیلتون غواړو ډلو ملاتړ ته دوام ورکوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 26, 2020 02:16 Asia/Kabul
  • امریکا او ترکیه د سوریې د ترهګرو ملاتړ کوي

ایرنا خبري اژانس وايي د سوریې د خارجه وزیر مرستیال بشار جعفري وویل امریکا او ترکیه هماغه راز د سوریې د شتمنیو د چورتالان کولو او د ملت پرضد د جنایتونو د ترسره کولو لپاره د ترهګرو او بیلتون غواړو ډلو ملاتړ ته دوام ورکوي .

بشار جعفري چې د امنیت شورا په غونډه کښې یې وینا کوله وویل د جولان نیواکي سیمې ته د امریکا د خارجه وزیر مایک پمپئو په وروستي سفر باندې اعتراض کولو سره وویل د سوریې د جولان په نیواکي سیمو کښې له صهیونیسټ میشته ښارګیو د امریکا د خارجه وزیر کتنه به د سوریې د خاورې د نه بیلیدونکي برخې او د نیواکي ټاټوبي په توګه د دغه سیمې حقوقي ، سیاسي او جغرافیايي واقعیتونه بدل نکړي .

د سوریې د خارجه وزیر مرستیال بشار جعفري وویل  د دمشق حکومت به له ټولو حقوقي لارو د جولان د واکمنۍ د بیرته راګرځولو لپاره هڅه وکړي .