اماراتو مسلمانو هیوادونو ته ویزې بندې کړې
زمونږ خبریال وايي متحده عربي امارات چې له صهیونیسټ نیواکګر رژیم سره یې اړیکې ټینګې کړي دي اوس د پاکستان ، د افغانستان او د ډیرو مسلمانو هیوادونو په شمول د ځینو هیوادونو ښاریزو ته د ویزو ورکول بند کړي دي .
د ویلو ده چې متحده عربي امارات له سعودي عربستان ، بحرین ، اردن ،مصر او ځینو نورو عربو هیوادونو سره یوځاې په سیمه او نړۍ کښې د اسرائیلو او د امریکا او د بریتانیا سیاستونه پرمخ بیایي او دغه هیوادونه په ټوله دنیا کښې ترهګرې ډلې جوړوي او بیا ورسره مالي او پوځي مرستې هم کوي .
دغه راز بحرین هم چې له صهیونیسټ رژيم سره یې اړیکې ټینګې کړي دي اوس د تیلو د بیو او د کورونا ویروس په خاطر د تاریخ له ترټولو بد اقتصادي ځوړتیا سره مخ دی د فلسطین د خلکو ایډیالونو ته په شا کولو سره د صهیونیسټ رژیم د تاجرانو لمن نیولي ده .
د صهیونیسټ رژيم د پوځ راډیو وویل د بحرین د باچا حمد بن عیسی په بلنه د صهیونیسټ رژیم یوشمیر سوداګران بحرین ته ورغلي دي .