د افغانستان حکومت به طالبان له مینځه یوسي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i94549-د_افغانستان_حکومت_به_طالبان_له_مینځه_یوسي
اریا نیوز خبري اژانس وايي د افغانستان حکومت له طالبانو سره جدي مبارزه او ددغه ډلې د غړیو ځپل د خپلو پروګرامونو لومړیتوب وباله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 01, 2020 09:26 Asia/Kabul
  • د افغانستان حکومت به طالبان له مینځه یوسي

اریا نیوز خبري اژانس وايي د افغانستان حکومت له طالبانو سره جدي مبارزه او ددغه ډلې د غړیو ځپل د خپلو پروګرامونو لومړیتوب وباله .

د افغانستان د ولسمشر لومړي  مرستیال امر الله صالح د هیواد خلکو ته ډاډ ورکړ چې د روان کال د ژمي تر پاې پورې به په کابل  ولایت کښې د طالبانو د ټولو غړیو جرړه وویستل شي .

امرالله صالح وویل د اشرف غني حکومت له طالبانو سره په مبارزې او د هغوې په ځپلو  کښې ډیر جدي دی .

د افغانستان د دغه لوړرتبه حکومتي چارواکي دغه څرګندونې په داسې حال کښې دي چې د کابل ولایت بیلا بیلې سیمې په تیرو څو ورځو کښې د خونړیو بم چاودونو او  حملو کتونکي دي چې له کبله یې په سلګونو کسان مړه او ژوبل شوي هم دي .