د سوریې په عین عیسي ښار بریدونه شوي دي
اسپوتنیک خبري اژانس وايي ترکیې ته اړونده ترهګرو ډلو د سوریې د رقه ولایت په شمال کښې د عین عیسی ښار په خواوشا سیمو باندې خپلې حملې پیل کړې .
ترکیې ته اړونده د« احرارالشرقیه» ترهګرې ډلې غړیو بیګا د سوریې د رقه ولایت په شمال کښې د عین عیسی ښار په خواوشا سیمو باندې په حملې سره «الجهیل» او «المشیرفه» کلي ونیول .
ځايي سرچینو وویل د ترکیې عسکرو او ترهګرو ډلو له درنو وسلو کار واخیست او د عین عیسی ښار په خوا کښې ابو حرزه ، سلوم او رمانه کلیو ته یې زیاتې وسلې او پوځي تجهیزات واستول .
عین عیسی ښار د ستراټیژیک موقعیت او ایم څلور په نړیوالې لارې کښې د پروتوالي له کبله چې د سوریې لویدیځې سیمې له ختیځ سیمو سره ګڼدي ډیر اهمیت لري .
د ترکیې پوځیانو د امریکا او د اروپايي هیوادونو په اجازې او ملاتړ سره له ترهګرو ډلو سره د جعلي مبارزې په پلمه د سوریې د شمال ځینې سیمې نیولي دي او هلته له ترهګرو ډلو سره پوځي ، مالي او وسله والې مرستې کوي .
ترکیه په خپل هیواد کښې د وهابي ترهګرو ډلو د ژوبل شویو کسانو په مفت ډول درملنه کوي .