له اسرائیلو سره اړیکې د صهیونیسټ رژیم چاپلوسۍ ده
زمونږ خبریال وايي د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر غړي «عزت الرشق »له صهیونیسټ رژیم سره د ځینو عربو هیوادونو د اړیکو عادي کول د صهیونیسټ دښمن چاپلوسۍ او خدمت کول وباله .
عزت الرشق د فلسطین له « قدس نیټ» خبري اژانس سره په مرکه کښې وویل حماس غورځنګ عربي او اسلامي هیوادونه خپل سټراتيژیک ملاتړي ګڼي او دغه غورځنګ توانیدلی دی د فلسطین د ملت د قانوني او حقه حقوقو او ګټو ته د خدمت په لړ کښې له ټولو لورو سره خپلې انډوله اړیکې وساتي .
عزت الرشق په عربو واکمنانو غږ وکړ په خپلو حقیقي ګټو او محاسباتو کښې بیا کتنه وکړي چې هیوادونه یې د عربو او اسلامي هیوادونو امنیت ته د صهیونیسټي دښمن د نفوذ لپاره دروازه ونه وسي .
هغه د جوبایډن په مشرۍ د امریکا د نوي حکومت په هکله وویل د تاریخ په اوږدو کښې د امریکا ټولو حکومتونو چې واک ته رسیدلي دي نو تل یې د قدس دنیواکګر رژیم اسرائیلو پلویتوب کړی دی او هغوې هیڅکله د فلسطین د ملت په ګټه هیڅ اقدام نه دی ترسره کړی .