د عراق پارلمان د امریکا د عسکرو ایستل غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i94992-د_عراق_پارلمان_د_امریکا_د_عسکرو_ایستل_غواړي
زمونږ خبریال وايي د عراق د پارلمان استازیو یوځل بیا د امریکا د پوځیانو په وتلو ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 24, 2020 08:29 Asia/Kabul
  • د عراق پارلمان د امریکا د عسکرو ایستل غواړي

زمونږ خبریال وايي د عراق د پارلمان استازیو یوځل بیا د امریکا د پوځیانو په وتلو ټینګار وکړ .

د عراق په پارلمان کښې صادقون فراکسیون ته اړونده استازي «فاضل جابر» وویل د امریکا د پوځیانو دوسیه  په پارلمان کښې نه ده تړل شوي او په راتلونکو ورځو کښې به دغه دوسیه له سره خلاصه شي .

د عراق په پارلمان کښې د فتح ائتلاف استازي مختار الموسوي هم د بغداد د حکومت لخوا د واشنګټن د پوځیانو د ایستلو په هکله د پارلمان د مصوبې په نا اجرا کولو  نیوکه وکړه او ویې ویل د عراق ملت  په خپل هیواد کښې د امریکا د عسکرو له شتون سره مخالف دی .

د عراق د پارلمان یوه(۱) بل استازي «حسین الیساري» هم وویل سیاسي ډلې د بریالیتوب د قومندانانو او د شهیدانو په وړاندې مسولې دي او هغوې باید  د خارجي عسکرو په تیره بیا د عراق د واکمنۍ د خلاف ورزۍ کونکو امریکایې پوځیانو د ایستلو په لړ کښې حرکت وکړي .

د عراق خلکو او سیاسي ګوندونو په ځلونو  د امریکا د ترهګرو پوځیانو د ایستلو غوښتنه کړي ده .

د عراق پارلمان د روان میلادي کال د جنورۍ د میاشتې په  پینځمه (۵) نیټه له خپل هیواد څخه د امریکا د عسکرو د ایستلو پلان تصویب کړی و.

په عراق  او سوریې کښې د امریکا دیره عسکر له ترهګرو ډلو سره پوځي ، مالي ،استخباراتي او لاجیسټکي مرستې کوي .