ترکیې خپل پوځي ځواکونه د سوریې شمال ته ولیږل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i95254-ترکیې_خپل_پوځي_ځواکونه_د_سوریې_شمال_ته_ولیږل
ترکیې د سوریې په شمالي سیمو کښې د خپل شتون د پیاوړې کولو لپاره ۲۵۸ پوځي ځواکونه هلته ورلیږلي دي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 07, 2021 07:59 Asia/Kabul
  • ترکیې خپل پوځي ځواکونه د سوریې شمال ته ولیږل

ترکیې د سوریې په شمالي سیمو کښې د خپل شتون د پیاوړې کولو لپاره ۲۵۸ پوځي ځواکونه هلته ورلیږلي دي.

ترکیې د سوریې په شمالي سیمو کښې د خپل شتون د پیاوړې کولو لپاره ۲۵۸ پوځي ځواکونه هلته ورلیږلي دي.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې پرون ۲۵۸ تنه ترک پوځیان د صلحې د چینې په نامه عملیاتو په چوکاټ کښې د سوریې په شمال کښې راس العین سیمې ولیږل شول.

(د صلحې چینه) عملیاتو په نامه د سوریې په شمال باندې د ترکیې پوځي حمله چې د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر له نهمې نیټې څخه (له ترهګرۍ سره د مقابلې) او د انقرې د حکومت د مخالفو کُرد وسله والو له شتونه د سوریې او ترکیې د سرحدي سیمو د پاکونې په پلمه پیل شوې وه، د ماسکو او انقرې ترمینځ له موافقې وروسته په لنډمهاله توګه ختمه شوې ده.

د دغو عملیاتو په چوکاټ کښې د ترکیې پوځ لاهم د سوریې په شمال کښې دیره دی او دغې سیمې ته درانه پوځي تجهیزات او وسلې ورلیږي.