د ملګروملتو استازی د ریاض او ابوظبئ د و اکمنانوپُستچي دی
ګریفیتس خپل ماموریت هیر کړی او د یمن دمظلوم او بې څوکه ولس په ځاي ئې د یرغلګرو پخپل مینځیو شخړو توجه کړې او غواړي ، یرغلګر پخپلو کې سره پخلا کړي، څو د یمن د مظلوم ملت او ددغه هیواد د بیخ بینائیو په ضد خپلو غیر ا نساني جنایتونو ته دوام ورکړل شي ، چې باید نړیوال اورګانونه دې له ګریفیتس څخه د خپل ماموریت پوښتنه وکړي.
ایرنا خبری اژانس راپور ورکړی، د یمن د ملی نجات حکومت دمرکچي ټیم مشر محمدعبدالسلام پرون پخپل ټولنیز پیغام کې لیکلي دي ،د ملګروملتواستازي له تالی څټي حکومته په ملاتړ او دهغو دموخو اومنطق په منلو او پخپل بد کړچار سره دیمن په باب له خپل نړیوال ماموریته غړیدلی او د ښکیلو تالی څټو ترمینځ د پخلاینې لپاره د ریاض او ابوظبئ د واکوالانو ترمینځ په یوه پُستچي بدل شوی دی .
د یمن د ملی ژغورنې د حکومت دغه مسئول مقام د یمن په چارو کې د ملګروملتو د ځانګړي استازي مارتین ګریفیتس په کړچار په سختو نیوکو سره وئیلی دي ، ګریفیتس خپل ماموریت هیر کړی او د یمن دمظلوم او بې څوکه ولس په ځاي ئې د یرغلګرو پخپل مینځیو شخړو توجه کړې او غواړي ، یرغلګر پخپلو کې سره پخلا کړي، څو د یمن د مظلوم ملت او ددغه هیواد د بیخ بینائیو په ضد خپلو غیر ا نساني جنایتونو ته دوام ورکړل شي ، چې باید نړیوال اورګانونه دې له ګریفیتس څخه د خپل ماموریت پوښتنه وکړي.