بغداد کې د ترهګریزو بریدونو تر شا د ریاض لاس دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i95670-بغداد_کې_د_ترهګریزو_بریدونو_تر_شا_د_ریاض_لاس_دی
د عربستان یو سیاسي فعال ویلي: په بغداد کې د وروستیو دوو ځانمرګو بریدونو تر شا د سعودی لاس دی ځکه چي پهدې کار سره یې غوښتل د بایډن ادارې ته خبرداری ورکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 25, 2021 12:33 Asia/Kabul
  • بغداد کې د ترهګریزو بریدونو تر شا د ریاض لاس دی

د عربستان یو سیاسي فعال ویلي: په بغداد کې د وروستیو دوو ځانمرګو بریدونو تر شا د سعودی لاس دی ځکه چي پهدې کار سره یې غوښتل د بایډن ادارې ته خبرداری ورکړي.

په امریکا کې عربستانی سیاسی فعال فواد ابراهیم په خپله رسمي ټوییټر پاڼه کې ولیکل: د بغداد په مرکزي سیمه الطیران میدان کې دوې ځانمرګي بریدونه او په ریاض باندې د یمني ولسي ځواکونو د توغندیزو بریدونو جعلی خبر د یو بل سره تړاو لري.

ابراهیم زیاتوي: کله چی د بایډن اداره وغوښتله د انصارالله د غورځنګ په اړه د ټرامپ په فیصلې باندې بیا کتنه وکړي نو پر ریاض باندې د توغندیزو بریدونو جعلي خبر خپور شو او ورسره سم په عراق کې دوې ځانمرګي بریدونه وشول، سعودي وېره لري چي امریکا پر یمن باندې د عربستان په یرغل پام وکړي.