حماس له صهيونېسټ رژيم سره د کوزوو د تعلقاتو جوړونه وغندله
د فلسطين د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس صهيونېسټ رژيم سره د کوزوو د تعقاتو جوړول او په نيواکي قدس کښې د سفارت پرانېستو لپاره د دغه هېواد فېصله وغندله.
د فلسطين د اطلاع رسونې د مرکز د رپوټ له مخې د حماس وياند حازم قاسم پرون په يوې بيانيه کښې وويل، په نيواکي قدس شريف کشې د سفارت پرانېستلو لپاره د کوزوو فېصله د نړيوالو قوانينو او پرېکړليکونو واضحه خلاف ورزي ده.
هغه زياته کړه، کوزوو د ځينو عربو خواو په هڅونې سره له صهيونېسټ دښمن سره د تعقاتو د جوړولو په لار کښې قدم اېښودے دے.
قاسم وويل، قدس شريف فلسطيني عربي ښار دے او وي به او د دغه ښار د تاريخي حقائقو او تشخص د بدلولو لپاره د صهيونېسټي دښمن هلې ځلې به کاميابۍ نه شي.
د يادونې ده چې کوزوو هېواد د تېر ګل په ورځ د صهيونېسټ رژيم د خارجه وزير ګابي اشکنازي او د کوزوو د خارجه وزيرې مېرمن مليزا هاراديناج استوبلا په موجودګۍ کښې له صهيونېسټ رژيم سره د کوزوو د تعلقاتو جوړول اعلان کړل.