له سیمې د امریکا عسکر زر ایستل کیږي
د عراق د نجبا اسلامي مقاومت غورځنګ ویاند نصر الشمري په نږدې راتلونکي کښې له عراق څخه د نیواکګرو عسکرو د وتلو اټکل وکړ او ویې ویل په لبنان او عراق کښې مقاومت غورځنګ نه یوازې د قدرت په معادلي کښې اغیز لري بلکې په دغو هیوادونو کښې د قدرت د معادلې د خلق کولو اصلي عنصر هم دی .
ناصر الشمري پرون له العالم ټیلي ويژن سره په مرکه کښې د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د پرتمینه کلیزې په مبارکې سره د مقاومت د چورلیز په منظمولو او لوړتیا کښې د ایران د اسلامي جمهوریت رول بې بدیله وباله او ویې ویل په سیمه کښې د مقاومت غورځنګو په ایران کښې له اسلامي انقلاب مخکې بڼه خپله کړي وه خو له ټولو اړخونو کمزوري وو .
هغه وویل د ایران د اسلامي انقلاب له بریالیتوب او په لبنان او فلسطین کښې له مقاومت ډلو د تهران له هراړخیزه ملاتړونو وروسته صهیونیسټ رژيم د ماتي په لور روان شو داسې رژیم چې یو() وخت یې د عربو هیوادونو ځینې سیمې نیولي وې او حتی بیروت ته ورننوتلی و خو د فلسطین د غزې تړانګې پرضد په دوه ویشت (۲۲) ورځني جنګ کښې یې ماتي وخوړله .