له سیمې د امریکا عسکر زر ایستل کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i96284-له_سیمې_د_امریکا_عسکر_زر_ایستل_کیږي
د عراق د نجبا اسلامي مقاومت غورځنګ ویاند نصر الشمري په نږدې راتلونکي کښې له عراق څخه د نیواکګرو عسکرو د وتلو اټکل وکړ او ویې ویل په لبنان او عراق کښې مقاومت غورځنګ نه یوازې د قدرت په معادلي کښې اغیز لري بلکې په دغو هیوادونو کښې د قدرت د معادلې د خلق کولو اصلي عنصر هم دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 09, 2021 02:03 Asia/Kabul
  • له سیمې د امریکا عسکر زر ایستل کیږي

د عراق د نجبا اسلامي مقاومت غورځنګ ویاند نصر الشمري په نږدې راتلونکي کښې له عراق څخه د نیواکګرو عسکرو د وتلو اټکل وکړ او ویې ویل په لبنان او عراق کښې مقاومت غورځنګ نه یوازې د قدرت په معادلي کښې اغیز لري بلکې په دغو هیوادونو کښې د قدرت د معادلې د خلق کولو اصلي عنصر هم دی .

ناصر الشمري پرون له العالم ټیلي ويژن سره په مرکه کښې د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د پرتمینه کلیزې په مبارکې سره د مقاومت د چورلیز په منظمولو او لوړتیا کښې د ایران د اسلامي جمهوریت رول بې بدیله وباله او ویې ویل په سیمه کښې د مقاومت غورځنګو په ایران کښې له اسلامي انقلاب مخکې بڼه خپله کړي وه خو له ټولو اړخونو کمزوري وو .

هغه وویل د ایران د اسلامي انقلاب له بریالیتوب او په لبنان او فلسطین کښې له مقاومت ډلو د تهران له هراړخیزه ملاتړونو وروسته صهیونیسټ رژيم د ماتي په لور روان شو داسې رژیم چې یو() وخت یې د عربو هیوادونو ځینې سیمې نیولي وې او حتی بیروت ته ورننوتلی و خو  د فلسطین د غزې تړانګې پرضد په دوه ویشت (۲۲) ورځني جنګ کښې یې  ماتي وخوړله .