په عراق کښې د امريکې په فوځي کاروان بيا حمله اوشوه
Feb 18, 2021 02:03 Asia/Kabul
خبري رسنيو په عراق کښې د امريکې د ترهه ګرو فوځيانو په يو کاروان د بيا حملې خبر ورکړ.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې دغه کاروان د عراق په ناصريه ښار کښې د حملې هدف وګرځېد چې د احتمالي سر او مال تاوانونو په اړه لا څه خبر نه دے خپور شوے.
له بلې خوا د عراق امنيتي رسنيو په دغه هېواد کښې په هوائي بمباريو کښې د دوو داعشي ترهه ګرو د هلاکت خبر ورکړ.
تېره هفته هم خبري رسنيو وويل، په اللطيفه ښار کښې د امريکې په يو لجېسټک کارون باندې حمله اوشوه.
په تېرو څو مياشتو کښې په عراق کښې د امريکې د ترهه ګرو فوځيانو په کاروانونو حملې زياتې شوې دي او عراقي ځواکونه يې ترټولو مهمه وجه په عراق کښې د امريکائي ترهه ګرو فوځيانو د شتون د وخت ختمېدل بولي.
ټیګونه