ملګري ملتونه د «صافر» تیلي کشتۍ په سمولو کښې خنډونه اچوي
د یمن د لوړې سیاسي شورا غړي محمد علي الحوثي ملګري ملتونه د خپل هیواد په سواحلو کښې د «صافر» په نامه یوې تیلي کشتۍ د تعمیر په کار کښې د ستونزو رامینځته کولو په دوام تورن کړل.
د یمن د لوړې سیاسي شورا غړي محمد علي الحوثي ملګري ملتونه د خپل هیواد په سواحلو کښې د «صافر» په نامه یوې تیلي کشتۍ د تعمیر په کار کښې د ستونزو رامینځته کولو په دوام تورن کړل.
هغه پرون په یو ټویټ کښې ولیکل چې د دغې کشتۍ د سمولو په لړ کښې د ملګرو ملتو د خنډ اچولو دوام یو ډول جنایت دی او که چرې ترې تیل وبهیږي نو دا به د ژواک چاپیریال ککړیدو ته بې پامي وي.
د ویلو ده چې ملګرتو ملتو او د یمن د ملي ژغورنې حکومت تیر کال د یمن د لویدیځ په الحدیده بندر کښې د «صافر» نومې تیل وړونکې کشتۍ د سمدستي تعمیر لپاره په خپلو کښې موافقه کړې وه.
دغه کشتۍ له تیرو څلورو کلونو راهیسې د الحدیده په رأس عیسی بندر کښې ولاړه ده او څه باندې یو میلیون بیرله تیل لري.